مهم خبرونهنړیوال

د ونزوئلا د نفت وزیر: زموږ هېواد به بیا هېڅکله مستعمره نه شي

دلسی رودریګز، د ونزوئلا د ولسمشر مرستیاله او د نفت وزیره، د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا د سمندري محاصرې د اعلان په غبرګون کې ویلي چې کاراکاس به هېڅکله بیا د کومې امپراتورۍ یا بهرنۍ ځواک مستعمره نه شي.

رودریګز ویلي، د امریکا د ولسمشر وروستۍ څرګندونې د واشنګټن اصلي نیت څرګندوي، او دا ښيي چې اصلي هدف د ونزوئلا نفت، کرنیزه ځمکه او کانونه ترلاسه کول دي. هغې د ټرمپ دا ادعا رد کړې چې ګواکې ونزوئلا د امریکا شتمنۍ غلا کړي دي.

د ونزوئلا د نفت وزیره د امریکا لخوا د سمندري محاصرې اعلان د نړیوالو قوانینو، د آزادې سوداګرۍ اصولو او د سمندري ازادۍ ښکاره سرغړونه بللې، او ټینګار یې کړی چې ټرمپ د دې ګومان پر بنسټ چې د ونزوئلا طبیعي سرچینې د هغه ملکیت دي، هڅه کوي چې هېواد ته د سمندري فشار له لارې اقتصادي تاوان ورسوي.

رودریګز دا سیاستونه د دروغو یوه پراخه کمپاین وبلل او ویې ویل چې دا کار د عامه ذهنیت د ګمراه کولو او د ونزوئلا د طبیعي سرچینو د تصاحب د توجیه لپاره ترسره کېږي. نوموړې زیاته کړه چې واشنګټن د کلونو راهیسې پر ونزوئلا د سلطې لپاره برنامه جوړه کړې ده.

رودریګز ټینګار وکړ چې د ونزوئلا حکومت به د نړیوالو قوانینو، د خپل هېواد د اساسي قانون او د ملګرو ملتونو د منشور پر بنسټ د خپلو طبیعي سرچینو، د ازادې سوداګرۍ او د کارایب سمندرګي او نورو اوبو د کشتۍ کولو د حقونو دفاع ته دوام ورکوي.

بل لور ته، د امریکا اوسني ولسمشر ډونالډ ټرمپ درې‌شنبه اعلان وکړ چې پر ونزوئلا به بشپړه سمندري محاصره لګول کېږي او ټول هغه تېل‌لېږدونکي بېړۍ به ونیول شي چې د دغه هېواد تېل انتقالوي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button