سياستمهم خبرونه

د ونزویلا د کورنیو چارو وزیر د مخالف مشر په اړه: امریکا تاسې پرېښي ياست

د ونزویلا د کورنیو چارو وزیر د طنز په بڼه اعلان وکړ چې د دې هېواد لویدیځ پلوه مخالفه مشره د امریکا له لوري څنډې ته شوې او نور د کاراکاس د قدرت په معادلو کې ځای نه لري.

دیوسدادو کابیو، د ونزویلا د کورنیو چارو وزیر، د مخالفینو د مشهوري څېرې ماریا ماچادو په اړه وویل: «ستاسې امپراتور تاسې پرېښي یاست.» دا څرګندونې د امریکا د اوسني ولسمشر ډونالډ ټرمپ وروستیو دریځونو ته په غبرګون کې شوې، چې د ماچادو د واک ترلاسه کولو مشروعیت یې تر پوښتنې لاندې راوستی و.

کابیو د پخواني ولسمشر هوګو چاوز او ماچادو ترمنځ د یوې زړې لیدنې یادونه وکړه او زیاته یې کړه چې چاوز هغه مهال په هسپانوي ژبه ورته ویلي وو چې له سیاسي ډګره لیرې شوې ده، خو ماچادو دا پیغام نه و درک کړی. د کورنیو چارو وزیر په وینا، اوس همدغه پیغام د هغې له بهرنیو ملاتړو څخه په لا روښانه بڼه تکرار شوی دی.

د ونزویلا د کورنیو چارو وزیر د ماچادو او نورو لویدیځ پلوه جریانونو سیاسي ارزښت رد کړ او ټینګار یې وکړ چې دوی خپله بشپړه ملاتړ د دلسی رودریګز د موقتي ولسمشرې په توګه اعلانوي.

د ونزویلایي چارواکو د روایت له مخې، د جنورۍ په درېیمه نیټه متحده ایالاتو په یوه پوځي اقدام کې د دې هېواد ولسمشر نیکولاس مادورو نیولی، او سپینې ماڼۍ د قدرت د لېږد د ترسره کولو لپاره د هغه له ځای ناستي سره د همکارۍ اعلان کړی دی.

دلسی رودریګز د امریکا پر وړاندې د مقاومت په ټینګار سره د ونزویلا د قانوني ولسمشر د خوشې کولو غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې د بهرنیو فشارونو په وړاندې به مقاومت ته دوام ورکوي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button