مهم خبرونهنړیوال

د وينزويلا د کورنيو چارو وزير: بوليواري انقلاب لا هم ژوندی دی

د وينزويلا د کورنيو چارو وزير، ديوسدادو کابېيو، هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د دغه هېواد د ولسمشر تښتول د بوليواري انقلاب پای دی. نوموړي وويل، دغه انقلاب لا هم ژوندی دی او د خلکو ملاتړ يې دوام لري.

کابېيو څرګنده کړه چې د وينزويلا ولس د فشارونو پر وړاندې ولاړ دی. د هغه په وينا، بوليواري انقلاب چې د هوګو چاوز د سياسي نظريو پر بنسټ رامنځته شوی، لا هم د وينزويلا د خلکو په منځ کې ځانګړی ځای لري.

نوموړي له نړي والو وغوښتل چې د وينزويلا تښتول شوی ولسمشر نيكولاس مادورو آزاد کړي، او ټينګار يې وکړ چې د انقلاب وفادار ځواکونه د ډيلسي رودريګز ملاتړ کوي او د مادورو پر وړاندې خپل وفاداري ساتي.

د وينزويلا د کورنيو چارو وزير چې د دغه هېواد يو بانفوذه چپ‌لارې شخصيت بلل کېږي، د امريکا د هدفونو په فهرست کې شامل دی. د راپورونو له مخې، واشنګټن د دې اندېښنه لري چې کاراکاس به د امریکا له نفوذ څخه ووځي، او هڅه کوي د رودريګز تر مشرۍ لاندې ادارې سره د تعامل له لارې په وينزويلا کې سياسي بدلونونه منځ ته راولي.

په عین وخت کې، د وينزويلا موقت ولسمشر اعلان کړی چې د امريکا د فشارونو پر وړاندې به تسليم نه شي او د مقاومت لاره به تعقيـب کړي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button