مهم خبرونهنړیوال

د ونزویلا موقتې ولسمشرې د افراطي ښي اړخ له خوا د کړکېچ رامنځته کولو خبرداری ورکړ

دلسی رودریګز، د ونزویلا موقته ولسمشره، د افراطي ښي اړخ د هغو هڅو په اړه خبرداری ورکړی چې د دې هېواد د سیاسي کړکېچ د رامنځته کولو لپاره یې کوي. هغې ټینګار کړی چې د ثبات او ملي یووالي ساتل اړین دي.

هغې ویلي، ونزویلا باید د ثبات، ملي پخلاینې او ټولنیز یووالي لاره تعقیب کړي ترڅو له لا ډېرو کړکېچونو څخه مخنیوی وشي. د رودریګز په وینا، د ملي یووالي ساتل، د ارضي بشپړتیا خوندیتوب او د ځوان نسل د راتلونکې تضمین کول هغه مهم عوامل دي چې هېواد پرې کولای شي د اوسني حالت څخه ووځي.

د ونزویلا موقته ولسمشره همدارنګه د افراطي ښي اړخ ډلې د کرکې خپرولو په تور تورنې کړې او ویلي یې دي چې “فاشیستان د ونزویلا د له منځه وړلو هڅه کوي”، خو د هغې په وینا، دغه ډلې د دې هېواد د خلکو له خوا نه منل کېږي.

په بله پېښه کې، د امریکا متحده ایالاتو د جنورۍ په میاشت کې د ونزویلا ولسمشر نیکولاس مادورو ونیوه، له هغې وروسته رودریګز د موقتې ولسمشرې په توګه د هېواد د چارو مسؤلیت پر غاړه واخیست.

سره له دې چې د امریکا چارواکو ویلي دي دوی نه غواړي د ونزویلا واک د افراطي ښي اړخ ګوندونو ته ورشي، خو په کاراکاس کې ځینې چارواکي باور لري چې د واشنګټن کړنې په عمل کې د تندلارو ډلو د پیاوړتیا زمینه برابروي. ونزویلا په وروستیو کلونو کې له پراخو سیاسي او اقتصادي بحرانونو سره مخ ده او داخلي ترینګلتیاوې لا هم دوام لري.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button