مهم خبرونهنړیوال

د وینزویلا د موقتي ولسمشر غوښتنه: د امریکا سره د درناوي پر بنسټ خبرې

د وینزویلا موقتي ولسمشر اعلان کړی چې کاراکاس اماده ده له واشنګټن سره د متقابل درناوي، همکاری او له بهرنیو ګواښونو د ډډې کولو پر بنسټ خبرې وکړي. دلسی رودریګز په یوه بیان کې وویل چې د وینزویلا خلک د نړیوالو اصولو په چوکاټ کې د نورو ملتونو سره د سولې او مسالمت‌آمېز ژوند غوښتونکي دي.

نوموړې ټینګار وکړ چې د هېوادونو تر منځ سوله د نړۍ د تلپاتې سولې بنسټ جوړوي، او نړیوالې اړیکې باید د متوازن تعامل، متقابل درناوي او د نه لاسوهنې پر اصل ولاړې وي. د رودریګز په وینا، وینزویلا غواړي له امریکا، د سیمې له هېوادونو او نړیوالې ټولنې سره متوازنې اړیکې ولري.

د وینزویلا موقتي ولسمشر غوښتنه وکړه چې د کاراکاس او واشنګټن ترمنځ مستقیمې خبرې پيل شي څو د اړیکو د پراختیا لپاره یو ګډ د همکاریو پلان جوړ شي. هغې هیله څرګنده کړه چې دغه ډول پروګرام به د نړیوالو قوانینو په چوکاټ کې د دواړو هېوادونو د پرمختګ او د سیمې د سولې په پیاوړتیا کې مرسته وکړي.

رودریګز د دې په څرګندولو سره چې د سیمې خلک د جګړې نه، بلکې د سولې او خبرو اترو مستحق دي، زیاته کړه چې د سولې ته لېوالتیا تل د وینزویلا د تښتول شوي ولسمشر نیکولاس مادورو له اعلان شوو دریځونو څخه ده او دا لیدلوری لا هم د دغه هېواد رسمي دریځ ګڼل کېږي.

په دې بیان کې د وینزویلا د سولې، پرمختګ، ملي حاکمیت او خپلواک راتلونکي حق باندې ټینګار شوی دی. په همدې وخت کې یو شمېر هېوادونو د واشنګټن اقدام، چې پر وینزویلا یې برید کړی او ولسمشر یې تښتولی، د ملګرو ملتونو له منشور سره په ټکر کې بللی دی — هغه موضوع چې شنونکي یې د سیمې د کړکېچونو د زیاتېدلو یو اصلي لامل ګڼي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button