د وسایطو د اسنادو د مالیو معافیت د لسو میاشتو لپاره وغځول شوه

د طالبانو د حکومت د ماليې وزارت وايي، د ریاستالوزرا د حکم له مخې، د وسایطو د پاتې مالياتي، ترانسپورتي، ښاروالۍ او ترافیکي معافیت موده د لسو نورو میاشتو لپاره تمدید شوې ده.
دغه وزارت د دوشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دې پرېکړې موخه د وسایطو د مالکانو سره مرسته او د اسنادو د بشپړولو او قانوني مراحلو د ترسره کولو لپاره د کافي فرصت برابرول دي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، هغو وسایطو ته چې اسناد یې د ۱۳۹۴ کال تر پایه پورې پاتې وي، ۹۰ سلنه معافیت ورکړل شوی دی. همدارنګه د هغو وسایطو لپاره چې د ۱۳۹۵ کال له پیل څخه تر ۱۳۹۷ کال پورې پېرل شوي، ۸۰ سلنه معافیت منظور شوی، او د ۱۳۹۸ کال له پیل څخه تر ۱۴۰۱ کال پورې د وسایطو لپاره ۷۰ سلنه معافیت ټاکل شوی دی.
د دې پرېکړې پر بنسټ، د وسایطو مالکانو ته اجازه ورکړل شوې چې په ټاکل شوې موده کې پرته له یادو لګښتونو خپل پاتې اسناد بشپړ او قانوني مراحل ترسره کړي.




