مهم خبرونهنړیوال
د وارش ایرلاین د تهران او کابل ترمنځ مستقیمې الوتنې پیل کړې

د طالبانو تر ادارې لاندې د ترانسپورت او ملکي هوايي چلند ریاست خبر ورکړی چې د ایران وارش هوايي شرکت به له تهران څخه کابل ته خپلې مستقیمې الوتنې پیل کړي.
د یاد ریاست په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د دې شرکت لومړۍ مستقیمه الوتنه د تهران–کابل ترمنځ همدا اوونۍ ترسره کېږي.
د کابل او تهران ترمنځ هوايي لاره له هغو مسیرونو شمېرل کېږي چې ډېر افغانان پرې سفر کوي، په ځانګړي ډول د سوداګرۍ، درملنې او کورنیو لیدنو په برخه کې.
تر اوسه د پروازونو د شمېر، منظم مهالوېش یا د دې هوايي کرښې د خدماتو په اړه نور جزییات نه دي خپاره شوي.




