سياستمهم خبرونه

د ازبکستان او د طالبانو د چارواکو ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو په اړه خبرې

د ازبکستان د ولسمشر د سلاکار مرستیال په خپل سفر کې کابل ته له بهرنیو چارو وزارت د ستراتېژیکو څېړنو مرکز له مشر سره کتلي دي، او دواړو لورو د ازبکستان او افغانستان د شراکت په چوکاټ کې د دوه اړخیزو همکاریو د پیاوړتیا په اړه خبرې کړي دي. د دې لیدنې تمرکز د ګډو کړنلارو د پرمختګ او د لويو موخو په عملي ګامونو بدلول بلل شوی دی.

جاوولون وخابوف، چې د ازبکستان د ولسمشر د سلاکار مرستیال دی، په خپل ایکس (پخواني ټویټر) حساب کې لیکلي، چې هغه او عبدالحي قانت د دواړو هېوادونو او د سیمې په کچه د روانو بدلونونو د عامه پوهاوي د لوړولو پر لارو چارو هم بحث کړی دی. د ده په وینا، دا خبرې د سیمه ییزو موضوعاتو په تړاو د لا زیاتې همغږۍ د هڅو یوه برخه ده.

دغه ازبک چارواکي زیاته کړې، چې دواړه خواوې لیواله دي خپلې ستراتېژیکې اوږدمهالې موخې په عملي او څرګندو نوښتونو بدلې کړي؛ داسې نوښتونه چې د سیمې د ثبات او همکاریو د پیاوړتیا او د دواړو هېوادونو د ګډو ګټو د خوندي کولو لامل شي.

ازبکستان په وروستیو کلونو کې هڅه کړې چې له افغانستان سره خپلې اړیکې وساتي او پراخې کړي، په داسې حال کې چې د طالبانو اداره لا هم د نړیوالي مشروعیت له ستونزې سره مخ ده. سره له دغې وضعې، د کابل او تاشکند ترمنځ سیاسي او تخنیکي تعاملات دوام لري.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button