اقتصادمهم خبرونه

ازبکستان له افغانستان سره يوازنی پوله‌تېرېدونکی بندر بیا پرانیست

ازبکستان وروسته له څلور کلن ځنډ، خپل یوازینی رسمي پوله‌تېرېدونکی بندر د افغانستان سره په بشپړه توګه پرانیست. د ازبکستان د سوداګرۍ خونې چارواکو تایید کړې چې دا بندر د نوامبر پر ۲۳ نېټه بیا فعال شوی او اوس د سوداګریزو فعالیتونو او تګ‌راتګ لپاره خلاص دی.

دا پوله‌تېرېدونکی بندر، چې د ازبکستان په شمال کې د ترمذ ښار ته نږدې او د آمو سیند پر سر موقعیت لري، د دواړو هېوادونو یوازینی رسمي عبوري نقطه شمېرل کېږي. دا لار، چې د “دوستۍ پل” په نوم یادیږي، له ۲۰۲۱ کال راهیسې او د طالبانو د واک ته رسېدو وروسته تړل شوې وه. په دې موده کې یوازې محدود سوداګریز توکي له دې لارې لېږدول کېدل او د خلکو تګ‌راتګ په بشپړه توګه بند و.

د ازبکستان د سوداګرۍ خونه د دې بندر پرانیستل هرکلی کړی او دا اقدام یې د افغانستان ته د توکو د صادراتو د بهیر د اسانتیا لپاره مهم ګام ګڼلی دی. د دې ادارې په وینا، د بندر پرانیستل به د صادراتي شرکتونو پر فعالیتونو مثبت اغېز ولري.

د افغانستان اوسېدونکي له دې وروسته کولای شي پرته له ویزې د ازبکستان دننه د ایریتوم ازادې سوداګرۍ ساحې ته داخل شي؛ دا سیمه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د پیاوړتیا لپاره جوړه شوې ده. خو له دې سره سره، لا هم جدي پوښتنې د هغو پوله‌یزو اړیکو د راتلونکي په اړه شته چې د یوه داسې حکومت تر واک لاندې پرمخ وړل کېږي چې نړیوال مشروعیت نه لري.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button