مهم خبرونهنړیوال

اوزبکستان په رسمي ډول د ترانس‌افغان رېل پټلۍ پروژې سره یوځای شوه

شوکت میرزیایف، د اوزبکستان ولسمشر، د دې هېواد د ګډون رسمي فرمان د ترانس‌افغان سیمه‌ییزې رېل پټلۍ په پروژه کې لاسلیک کړی او د دې پروژې د امکان‌سنجۍ چوکاټي هوکړه‌لیک یې تائید کړی دی.

د اوزبکستان د رسنیو د راپور له مخې، دغه هوکړه‌لیک یو درې اړخیز سند دی چې د اوزبکستان، افغانستان او پاکستان ترمنځ د ۲۰۲۵ د جولای په ۱۷مه لاسلیک شوی و، او اوس د تاشکند له رسمي تصويب وروسته د پلي کېدو پړاو ته داخلېږي.

دا سند د اوزبکستان د ترانسپورت وزارت، د افغانستان د عامو چارو وزارت او د پاکستان د رېل پټلۍ وزارت ترمنځ لاسلیک شوی دی، او موخه یې د هغه رېل پټلۍ تخنیکي او اقتصادي څېړنه ده، چې د منځنۍ اسیا هېوادونه د افغانستان له لارې له جنوبي اسیا سره نښلوي.

د ترانس‌افغان رېل پټلۍ پروژه د یو مهم سیمه‌ییز طرحې په توګه کولای شي د افغانستان ترانزيتي رول لا پیاوړی کړي؛ دا موضوع په وروستیو کلونو کې د هېواد د سیاسي او اداري وضعیت له امله له عملي ننګونو، شفافیت او د باور وړ تضمینونو سره مخامخ وه.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button