افغانستان د ازبکستان د اوړو تر ټولو لوی پېرودونکی شو

د ازبکستان د ملي احصایې کمیټې اعلان کړی چې دغه هېواد په ۲۰۲۵ کال کې شاوخوا ۱.۶ میلیونه ټنه د غنمو اوړه چې ارزښت یې ۴۴۱.۷ میلیونه امریکايي ډالرو ته رسېږي، پنځو هېوادونو ته صادر کړي دي چې ډېره برخه یې افغانستان ته لېږل شوې ده.
د دې کمیټې د خبرپاڼې له مخې، د ټولې صادراتي کچې څخه د یو میلیون او ۵۹۰ زرو ټنه څخه ډېر د غنمو اوړه افغانستان ته صادر شوي دي؛ دا شمېر ښيي چې افغانستان د ۲۰۲۵ کال لپاره د ازبکستان د اوړو تر ټولو ستر صادراتي بازار و.
ازبکستان د منځنۍ آسیا له هغو هېوادونو څخه دی چې په وروستیو کلونو کې یې له افغانستان سره سوداګریزې اړیکې پراخې کړې دي، او د خوراکي توکو په ځانګړې توګه د غنمو اوړو صادرات د دغو راکړو ورکړو مهمه برخه جوړوي.
افغانستان په داسې حال کې د ازبکستان له لویو د اوړو واردوونکو هېوادونو څخه شمېرل کېږي چې د هېواد د لومړنیو خوړو اړتیا لا هم لوړه ده او د دې اړتیا ډېره برخه د ګاونډیو هېوادونو له وارداتو پوره کېږي.




