د ازبکستان صادرات افغانستان ته ۱.۳ ميليارده ډالرو ته رسېدلي

د ازبکستان د ملي احصایې کميټې د رسمي شمېرو له مخې، دغه هېواد د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ څخه تر نومبر پورې افغانستان ته د ۱.۳ ميليارده ډالرو په ارزښت توکي صادر کړي دي.
په راپور کې ويل شوي چې افغانستان د ازبکستان له مهمو سیمهیزو تجارتي شریکانو څخه ګڼل کېږي او د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ ډېره برخه د غذايي توکو، ساختماني موادو، ماشينالاتو او د دوامدارو توکو له صادراتو جوړه ده.
د خپرو شويو معلوماتو له مخې، د ازبکستان صادرات افغانستان ته په تېرو کلونو کې په پرلهپسې ډول زيات شوي، چې دا بهير د دواړو هېوادونو د اقتصادي همکاريو د پراخېدو او تجارتي اړيکو د پياوړتيا نښه بلل کېږي.
د ازبکستان د ملي احصایې کميټې ټينګار کړی چې افغانستان د روسيې او چين وروسته، د دغه هېواد درېيم ستر صادراتي بازار بلل کېږي.
همدارنګه، د ازبکستان د بهرنۍ سوداګرۍ ټوليز ارزښت د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ تر نومبر پورې د تېر کال د ورته مودې په پرتله د پام وړ زيات شوی، چې د دغه هېواد د اقتصادي ودې دوام او د اقتصادي وضعیت د ښهوالي څرګندونه کوي.




