اقتصادمهم خبرونه

د ازبکستان لوړپوړي پلاوی د سوداګرۍ د پراختیا لپاره کابل ته رسېدلی

د ازبکستان د جمهوريت يو لوړپوړی دولتي او خصوصي سکتور پلاوی چې د نمنګان د ولايت د والي شوکت عبدالرازقوف په مشرۍ جوړ شوی، د سوداګريز تعامل د پراختيا او د پانګونې د فرصتونو د ارزونې په موخه کابل ته راغلی دی.

د دې پلاوي غړي د والي مرستيالان او د نمنګان ولايت له ۳۰ څخه ډېر نامتو سوداګر او پانګه‌وال دي چې ټاکل شوې له د طالبانو د ادارې له چارواکو سره وګوري او په يوه سوداګريزه کنفرانس او ګډو اقتصادي غونډو کې برخه واخلي. د دې ليدنو تمرکز د سوداګريزو اړيکو پر پياوړتيا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د نويو اقتصادي همکاريو د رامنځته کولو پر لارو چارو دی.

تمه ده د پلاوي غړي د بلخ ولايت ته هم سفر وکړي او په مزارشريف ښار کې له محلي چارواکو او د خصوصي سکتور له استازو سره وګوري. د سوداګريزو غونډو جوړېدل او د ازبکستان د محصولاتو او توليداتو نندارتون پرانيسته د دې سفر له نورو پروګرامونو څخه ګڼل کېږي.

دا سفر د ازبکستان د چارواکو د وروستیو تګ راتګونو د دوام په لړ کې ترسره کېږي. له دې وړاندې د سيردريا ولايت والي ارکينجون تورديموف هم د يو پلاوي په مشرۍ افغانستان ته سفر کړی و. راپورونه ښيي چې د طالبانو د ادارې د صنعت او سوداګرۍ د وزير نورالدين عزيزي د ازبکستان له چارواکو سره کتنې د دغو سفرونو زمينه برابره کړې او ټاکل شوې د هغه هېواد نور واليان هم د اقتصادي اړيکو د پراختيا لپاره افغانستان ته راشي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button