ازبکستان: د سيمې امنيت د افغانستان ثبات پورې تړلی دی

د ازبکستان د ولسمشر سلاکار خبرداری ورکړی چې د افغانستان ثبات د مرکزي آسيا او سيمې د امنيت لپاره کليدي اهميت لري، او د هر ډول افراطګرۍ پراخېدل کولای شي مستقيم امنيتي اغېزونه ولري. عبدالـعزيز کاملوف ويلي، د منځني ختيځ تحولات، په ځانګړي ډول د تندرو ډلو خوځښت او نفوذ، د سيمې هېوادونو لپاره جدي ګواښ ګڼل کېږي، او افغانستان د دې بهير پر وړاندې زياته آسيبپذيري لري. د هغه په وينا، ګډې امنيتي اندېښنې لامل شوې چې تاشکند د نړيوالو د صلح ابتکارونو ملاتړ وکړي، چې پکې هغه طرحې هم شاملي دي چې د امريکا متحدو ايالتونو له لوري ملاتړ کېږي. دغه ازبک چارواکي ټينګار کړی چې د افغانستان امنيت د سيمې له ثبات سره نهجلا کېدونکی تړاو لري؛ هغه موضوع چې د طالبانو د ادارې دنده لا روښانه کوي څو د هېواد عمومي امنيت تأمين کړي، د تندرو ډلو د فعاليتونو مخه ونيسي او د سيمې د اندېښنو په اړه مسؤلانه چلند وکړي.




