په ۱۷ ګرمسېرو ولایتونو کې د سور رنځ دویم پړاو واکسین پای ته ورسېد

د روغتیا نړیوال سازمان د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) په همکارۍ اعلان کړی چې په افغانستان کې د سور رنځ یا سرخک د واکسین دویم پړاو پای ته رسېدلی او په ترڅ کې یې، شاوخوا اته میلیونه ماشومان په ۱۷ ګرمسېرو ولایتونو کې واکسین شوي دي.
دا پړاو چې د اکتوبر په ۲۹مه نېټه پیل شوی و، د شپږو میاشتو له ماشومانو څخه نیولې تر لسو کلونو پورې عمر لرونکي ماشومان یې شامل کړي وو. د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې دا واکسیناسیون د سرخک د خپرېدو د مخنیوي لپاره د یوه سرتاسري کمپاین برخه وه، ځکه چې په هېواد کې د ماشومانو د منظم واکسین کم پوښښ اندېښنه رامنځته کړې وه.
د یاد کمپاین په لومړي پړاو کې چې په یخو ولایتونو کې تطبیق شوی و، ۸.۳ میلیونه ماشومان واکسین شوي وو. په دې توګه، د دواړو پړاوونو په جریان کې له ۱۶.۶ میلیونو ډېر ماشومان واکسین شوي دي. د روغتیا نړیوال سازمان د دغه کمپاین د ترسرهکېدو کچه له ۹۱ سلنې زیاته ښودلې او دا یې د ماشومانو د روغتیا په برخه کې یوه مهمه لاسته راوړنه بللې ده.
په افغانستان کې د یونیسف استازی تاجالدین اویواله دا کمپاین بریالی بللی او ویلې یې دي چې دا د ماشومانو د ژوند د ژغورلو لپاره یو اساسي ګام دی. نوموړي ټینګار کړی چې هیڅ ماشوم باید د واکسین د نشتوالي له امله خپل ژوند له لاسه ورنه کړي.
دا واکسیناسیون کمپاینونه په داسې حال کې ترسره کېږي چې د طالبانو اداره، سره له دې چې د لومړنیو روغتیايي خدماتو شدید اړتیا لیدل کېږي، تر اوسه د پایدارو روغتیايي پروګرامونو د پراختیا لپاره لازم مدیریت او ملاتړ نه لري. نړیوالو ادارو تل خبرداری ورکړی چې که پراخ، اغېزمن روغتیايي پروګرامونه تطبیق نه شي، نو د داسې ناروغیو خپرېدل چې د مخنیوي وړ دي، د ماشومانو ژوند له ګواښ سره مخ کوي.




