د مهاجرینو خبرونهمهم خبرونه

په یوه ورځ کې له زر زیاتې کډوالې کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې

د طالبانو له اړوندو رسنیو خپاره شوي ارقام ښيي چې یوازې د وروستۍ ورځې په موده کې ۱۱۷۴ کډوالې کورنۍ له ګاونډیو هېوادونو څخه افغانستان ته راستانه شوې دي. دغه کورنۍ د هېواد مختلفو ولایتونو له بېلابېلو سرحدي لارو څخه افغانستان ته داخلې شوي دي. د طالبانو د سرچینو په وینا، ۶۷ کورنۍ د نیمروز له پول ابریشم، ۲۷ کورنۍ د هرات له اسلام‌قلعې، ۵۹۱ کورنۍ د کندهار له سپین‌بولدک، ۲۴۵ کورنۍ د ننګرهار له تورخم او ۲۴۴ کورنۍ نورې د هلمند له بهرامچې سرحدي دروازې راغلې دي.

یادونه باید وشي چې یوازې دوه ورځې وړاندې هم ۸۹۷ نورې کورنۍ افغانستان ته بېرته راستانه شوې وې، چې دا بهیر ورځ تر بلې چټکېږي. له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو اجباري بېرته ستنول په وروستیو میاشتو کې زیات شوي، هغه کار چې د زرګونو افغانانو ژوند له جدي ستونزو سره مخ کړی دی.

نړیوالو مرستندویو ادارو خبرداری ورکړی چې د ژمي د موسم له پیلېدو سره سم، بېرته ستنېدونکې کورنۍ بیړنیو مرستو ته سختې اړتیا لري. د خوړو نشتوالی، مناسب سرپناه او د کار فرصتونه د دوی اساسي اړتیاوې بلل شوې دي. په داسې حال کې چې د طالبانو اداره نه یواځې د کډوالو بحران د مدیریت لپاره منسجم پلان نه لري، بلکې حتا ابتدایي خدمات نه وړاندې کوي او دغه کورنۍ یې له بشري اړخه خطرناکو شرایطو سره مخ کړې دي.

سره له دې چې د کډوالو د راستنېدو کچه لوړه شوې، خو د طالبانو اداره لا هم د دغو کورنیو د بیړنیو اړتیاوو د حل لپاره قانع کوونکي ځواب نه‌دی وړاندې کړی. دا په داسې حال کې ده چې اقتصادي بحران، بیکاري او د بنسټيزو زېربناوو نشتوالی د کډوالو د بیا مېشتېدو ستونزې نورې هم ډېرې کړي دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button