په تخار کې د طالب قوماندان د زوی شخړه؛ شپږ تنه ټپیان شوي

په تخار ولایت کې د ورسج ولسوالۍ په قوندز سیمه کې د یوه څرځای پر سر شخړه کې شپږ تنه اوسېدونکي ژوبل شوي دي. دغه نښته چې دا یکشنبه، د لړم ۱۱مه نېټه، د سنگآب کلی کې رامنځته شوې، د سیمه ییز طالب قوماندان د زوی لخوا اړول شوې ده.
محلي سرچینې آمو ته ویلي چې شخړه هغه مهال پیل شوه چې جماهیر، د داراب بای زوی چې د طالبانو سیمه ییز قوماندان هم دی، یو تن ځایي اوسېدونکی په تودو وسلو وویشت او ټپي یې کړ. وروسته له هغه، نوموړی او د هغه زوم قیام یو شمېر نور خلک وهلي دي.
ټپیان د تخار ولایت مرکز روغتون ته لیږدول شوي، او د درې تنو روغتیايي وضعیت نازک بلل شوی دی.
سرچینې زیاتوي چې د شخړې له دوام وروسته، قیام د طالب جنګیالیو له لوري نیول شوی، خو جماهیر او نور ملګري یې لا هم په سیمه کې شتون لري او خلک له دې سره ګواښي چې که د پېښې شکایت وکړي، له عواقبو سره به مخ شي.
د ځایي سرچینو په وینا، داراب بای چې په بدخشان ولایت کې د سرو زرو د کانونو په استخراج کې هم لاس لري، تر پېښې وروسته بېرته سیمې ته راغلی دی. د طالبانو نظامیان د مدني چارو، په ځانګړي ډول د طبیعي سرچینو او څرځایونو د نیونې له امله د خلکو اندېښنې زیاتې کړې دي.
تر دې دمه د طالبانو ادارې د دغې پېښې په اړه هیڅ څرګندونې نه دي کړې.




