۱۵۰۰ تازه امريکايي سرتېرو د عينالاسد پوځي اډې ته انتقال شول

يو مسئول عراقي مقام د الانبار ولايت څخه ويلي، چې د امريکايي ځواکونو قوماندانۍ د نويو ځواکونو د مېشتېدنې بهير د عراق په عينالاسد هوايي اډه کې پيل کړی دی، او تر دې دمه له ۱۵۰۰ زيات سرتېري دې اډې ته انتقال شوي دي.
د دغه چارواکي په وينا، عينالاسد پوځي اډه د الانبار لوېديځ ته د هيت ولسوالۍ د البغدادي سيمې پراته ده، او د دغو نويو سرتېرو ډېری برخه له هوايي لارې يادې اډې ته لېږدول شوې ده. تر اوسه پورې د دغې لېږدونې لپاره کوم رسمي او روښانه دليل نه دی وړاندې شوی.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د عينالاسد پوځي اډه کې د امريکايي ځواکونو شمېر کم شوی و او ډېر شمېر سرتېري د اربيل شمال ته د حریر پوځي اډې ته استول شوي وو؛ خو د اوسني نويو سرتېرو مېشتېدل له دې بهير سره په ټکر کې ښکاري.
دغه سرچينه زياتوي چې فعلاً د عينالاسد پوځي اډې ظرفيت د نورو سرتېرو منلو وړ دی، او اټکل کېږي چې په نږدې راتلونکي کې به د دې اډې د امريکايي سرتېرو شمېر له ۳۰۰۰ تنو واوړي. نوموړي د عراق نسبي امنیتي ثبات او د دغه هېواد د امنیتي ځواکونو چمتووالي ته په اشاره، دا پوښتنه راپورته کړې چې ولې د امريکايي ځواکونو شمېر بېرته زياتېږي.




