د امريکا د اتباعو د بنديانو له امله پر طالبانو د بنديزونو او د سفر محدوديت احتمال

امريکا متحده ايالات ويلي چې د خپلو اتباعو د بندي کېدو په غبرګون کې د طالبانو پر ادارې د تنبيهي اقداماتو د پلي کولو امکانات ارزوي؛ دا اقدام ښايي د امريکايي پاسپورت لرونکو لپاره افغانستان ته د سفر محدوديت يا بنديز رامنځته کړي.
د رويټرز خبري آژانس د دوشنبې ماښام (۱۸ حوت) راپور ورکړی چې د امريکا د بهرنيو چارو وزير مارکو روبیو يو طرحه ارزوي چې له مخې به افغانستان په رسمي ډول د امريکايي اتباعو د «ناعدلانه بندي» مسؤل هېواد اعلان شي. که دا پرېکړه عملي شي، ښايي امريکايان و نه شي کولای د خپلو پاسپورتونو په کارولو افغانستان ته سفر وکړي.
اوس مهال يوازې د شمالي کوريا سفر د امريکايي اتباعو لپاره په رسمي ډول محدود شوی دی. دا موضوع څرګندوي چې واشنګټن د خپلو اتباعو بندي کول په افغانستان کې يوه جدي او د ځانګړو امنيتي پېښو سره د پرتله وړ مسئله بولي.
د راپور له مخې، امريکا له طالبانو غوښتي چې ټول بندي امريکايي اتباع بې له قيد او شرطه خوشې کړي. د دغو کسانو په منځ کې د افغانستان د ملکي هوانورۍ د ادارې پخوانی مشر محمود حبيبي او دنيس کويل شامل دي.
همدارنګه، واشنګټن د امريکايي ليکوال پاول اووربي د جسد پاتې شونو د بېرته ستنولو غوښتنه کړې؛ هغه کس چې په ۲۰۱۴ کال کې د افغانستان او پاکستان د پولې په سيمه کې نادرکه شوی و. دغه غوښتنې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د ځينو بندي امريکايانو برخليک لا هم روښانه نه دی.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت تر اوسه په رسمي ډول په دې اړه تبصره نه ده کړې. طالبان تر دې مخکې د محمود حبيبي د بندي کېدو ادعا رد کړې وه، خو د بهرنيانو د بندي کېدو په اړه تکراري راپورونو د دې اندېښنه زياته کړې چې ښايي له بنديانو څخه د سياسي فشار د وسيلې په توګه ګټه واخيستل شي.
مارکو روبیو د دوشنبې په ورځ د امريکا د بهرنيو چارو وزارت په يوه غونډه کې وويل چې ځينې هېوادونه امريکايان د سياسي فشار د وسيلې په توګه نيسي. نوموړي زياته کړه: «هغوی امريکايان داسې ګڼي لکه يو توکي چې کولای شي بنديان کړي او بيا پرې معامله وکړي. دا کړۍ بايد بنده شي.»



