د امریکا ځانګړي استازي د اوکراین د سولې خبرو اترو د پرمختګ خبر ورکړ

د امریکا د ولسمشر ځانګړي استازي ویلي دي چې د هغو هېوادونو وروستۍ خبرې اترې چې د اوکراین ملاتړ کوي، په پاریس کې د دې هېواد د سولې بهیر اړونده کلیدي برخو کې هیلې بښونکي پایلې لرلې دي.
سټیو ویتکاف، چې د امریکا د ولسمشر لوړ پوړي مذاکره کوونکی او ځانګړی استازی دی، څرګنده کړه چې دا ناسته د دوه اړخیزو امنیتي تضمینونو او د اوکراین د بیا رغونې لپاره د اقتصادي پروګرام پر جوړولو متمرکزه وه، او په دواړو برخو کې پرمختګونه تر لاسه شوي دي.
هغه په خپل پیغام کې چې په ټولنیز شبکه «ایکس» کې یې خپور کړی، لیکلي چې ګډونوالو هېوادونو په مهمو چوکاټونو کې، د تلپاتې امنیتي تضمینونو او د اوکراین د اقتصادي هوساینې او پرمختیا لپاره په طرحه باندې د زیات تفاهم او همغږۍ لاسته راوړنه کړې ده.
د ویتکاف په وینا، متحده ایالات او د دې متحدین باور لري چې پرته له اوږدمهاله امنیتي تضمینونو او جدي اقتصادي ملاتړ څخه، په اوکراین کې د دوامدارې سولې ترلاسه کول ناشوني دي. له همدې امله به د دغې موخې لپاره ګډې هڅې دوام ولري.
د اوکراین د ملاتړ کوونکو هېوادونو دا ناسته د سهشنبې په ورځ په پاریس کې ترسره شوه، او دا د هغو روانو ډیپلوماټیکو هڅو یوه برخه بلل کېږي چې موخه یې د جګړې پای ته رسول او په دې هېواد کې ثبات رامنځته کول دي.




