د امریکا وړاندیز: له بهرنیو ګرځندویانو د ټولنیزو رسنیو د فعالیتونو پنځه کلن تاریخ واخیستل شي

د امریکا د کورنیو چارو وزارت د ګمرک او سرحدي ساتنې له ادارې سره په همکارۍ یو نوی وړاندیز کړی، چې له مخې یې به د یو شمېر هېوادونو له اتباعو، لکه برېتانیا، څخه د امریکا ته د ننوتو غوښتنلیک پرمهال غوښتنه وشي چې د خپلو ټولنیزو رسنیو د فعالیتونو پنځه کلن تاریخ وړاندې کړي. دا وړاندیز هغو هېوادونو ته هم شامل دی، چې اوس مهال یې اتباع د ESTA (د الکترونیکي سفر اجازهلیک) له لارې او بې له ویزې امریکا ته تر ۹۰ ورځو سفر کولای شي.
دا وړاندیز وروسته له هغه وړاندې کیږي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، د جنورۍ په میاشت کې بېرته سپینې ماڼۍ ته تر راتلو وروسته، د پولو د کنټرول لپاره لا سخت قوانین اعلان کړل، چې هدف یې د ملي امنیت خوندي ساتل یاد شوي. ټرمپ، د ګرځندویانو د امکان لرونکې کمښت په اړه اندېښنو ته په غبرګون کې ویلي، چې اندېښنه نه لري او ټینګار یې کړی چې د هېواد لومړیتوب باید “امنیت او د نامناسبو کسانو د راتګ مخنیوی” وي.
کارپوهان باور لري چې دا وړاندیز به د ډیجیټلي محدودیتونو زیاتېدو، او همدارنګه د ګرځندویانو او امریکايي ادارو ترمنځ د بېباورۍ لامل شي. دغه راز، دا ګام به د خلکو فردي ازادیو او محرمیت ته زیان ورسوي. یو شمېر د ډیجیټل حقوقو کارپوهانو خبرداری ورکړی چې داسې اقدامات د سفر او فرهنګی تبادلو بهیر له ستونزو سره مخ کولای شي.
دا وړاندیز داسې وخت مخې ته راغلی چې تمه ده امریکا راتلونکی کال د سترو نړیوالو پیښو کوربه وي، پشمول د نارینه وو د فوټبال نړیوال جام چې له کاناډا او مېکسیکو سره په ګډه ترسره کیږي، او همداراز د ۲۰۲۸ کال د اولمپيک لوبو چې د لوسانجلس ښار کې به وشي. دا پیښې به د نړیوالو ګرځندویانو د زیات راتګ لامل شي.




