مهم خبرونهنړیوال

امریکايي سناتور: ټرمپ د ایران جګړې کنټرول له لاسه ورکړی دی

کریس مورفي، د امریکا سناتور، ويلي چې د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران له جګړې د وضعیت کنټرول له لاسه ورکړی دی. نوموړي دا څرګندونې د هغو څه په غبرګون کې وکړې چې هغه یې د امریکا ناکامۍ بللې دي.

مورفي په ټولنیز شبکه «ایکس» کې په یوه پیغام کې لیکلي چې د ایران جګړې په اړه د ټرمپ متضاد او بې‌ثباته دریځونه ښيي چې ولسمشر نور د جګړې مدیریت نه شي کولای او له ګډوډۍ سره مخ شوی دی.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې راپورونه د سیمه‌ییزو پوځي ترینګلتیاوو د دوام خبر ورکوي. د خبري سرچینو په وینا، د امریکا او اسرائیلو اړوند ځینې اډې او هدفونه د ایران د توغندیزو بریدونو لاندې راغلي دي.

په وروستیو کلونو کې د واشنګټن او تهران اړیکې له بېلابېلو کړکېچونو تېرې شوې دي او هر ډول د شخړې زیاتوالی کولای شي په سیمه‌ییز او نړیواله کچه پراخې پایلې ولري.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button