په د امريکا سنا کې د جګړې د مالي ملاتړ پر سر فزيکي شخړه

په د امريکا د متحدو ايالتونو په سنا کې د پوځي مسايلو په اړه د يوې اورېدنې غونډې په ترڅ کې د يوه جمهوري غوښتونکي سناتور او د سمندري ځواکونو د پخواني ډګروال تر منځ فزيکي شخړه رامنځته شوه.
د الحدث تلويزيوني شبکې د راپور له مخې، شخړه هغه وخت پيل شوه چې «برایان مکګینیس»، د امريکايي سمندري ځواکونو پخواني ډګروال، د ايران پر ضد جګړې د مالي تمويل پر ضد شعار ورکړ. هغه ټينګار وکړ چې دا جګړه د اسرائيلو د ګټو لپاره پرمخ بېول کېږي.
وروسته «تيم شيهي» نومي جمهوري غوښتونکي سناتور ورسره لفظي شخړه وکړه او حالت فزيکي شخړې ته ورسېد. وروسته دغه سناتور د پوليسو له ځواکونو سره يو ځای هڅه وکړه مکګینيس له تالاره په زور وباسي.
مکګینيس له دې مخکې چې د امنيتي ځواکونو له خوا له ناستې بهر شي، په لوړ غږ يې د جګړې د مالي بودجې پر وړاندې خپله مخالفه څرګنده کړه. دغه پېښه د سنا رسمي غونډه ځنډولې او د رسنيو پام يې ځان ته رااړولی دی.




