مهم خبرونهنړیوال

د امريکا يوه جمهوري‌پال استازی د ناټو څخه د وتلو غوښتنه کړې

د امريکا د استازو جرګې جمهوري‌پال غړي، توماس مَسي، کانګرس ته يو وړانديز کړی چې له مخې يې واشنګټن بايد د شمالي اتلانتيک تړون (ناټو) څخه ووځي. نوموړي په خپله ایکس (مخکینی ټوېټر) ټولنيزه شبکه کې ناټو د «ساړه جګړې يو پاتې شونی» بللی او ويلي چې د امريکا مالي وسايل بايد د خپل هېواد دفاع ته ولګول شي، نه د نورو هېوادونو.

په هغه سند کې چې کانګرس ته وړاندې شوی، روښانه شوې چې د ناټو اروپايي غړي هېوادونه د ځان ساتنې لپاره کافي پوځي او مالي وسايل لري، او سره له دې چې د تړون د جوړېدو وخت ته په کتو نړيوال حالات ډېر بدل شوي، ناټو لا هم له ۱۹۹۹ کال راهيسې پراخېږي.

په دغه وړانديز کې دا هم راغلي چې د ناټو اوسني سياستونه نور د امريکا د امنيتي ګټو سره همغږي نه لري.

د امريکايي رسنيو د راپورونو له مخې، لا تر اوسه معلومه نه ده چې دا طرحه به کله وڅېړل شي، ځکه چې بايد لومړی د استازو جرګې د تخصصي کميټو له خوا وارزول شي. ناټو په 1949 میلادي کال کې د امريکا په ګډون د دوولسو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو له خوا جوړ شو، او دا مهال ۳۲ غړي هېوادونه لري.

د ناټو د ختيځې اروپا لور ته پراختيا د هغو موضوعاتو څخه ده چې روسيه يې د اوکراين د جګړې له اصلي عواملو څخه ګڼي. شنونکي وايي چې دا نوې طرحه، که څه هم د تصویب ډېره چانس نه لري، خو دا د جمهوري‌پال سياست‌والو په منځ کې د زياتېدونکو انزواپالو تمایلاتو څرګندوی دی، چې د امريکا نړيوالو ائتلافونو کې پر رول پوښتنې راپورته کوي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button