مهم خبرونهنړیوال

وادۀ امریکا د اسراییلو د توغندیو د زېرمو د کمېدو خبر ورکړه

يو امريکايی چارواکي ويلي چې تل‌ابيب واشنګټن ته خبر ورکړی، د دې هېواد د بالستيک توغنديو پر ضد د کارېدونکو دفاعي توغنديو زېرمې د پای ته رسېدو په حال کې دي. د هغه په وينا، دا موضوع څو مياشتې وړاندې د امريکايي چارواکو لپاره روښانه شوې وه.

دغه چارواکي چې له «سيمفور» وېب‌پاڼې سره يې خبرو کړی، زياته کړې چې متحده ايالات د اسراییلو د توغنديو د دفاعي وړتيا د کمېدو څخه خبر دي، خو تر اوسه نه ده معلومه چې واشنګټن به خپل دفاعي توغندي اسراییلو ته ولېږدوي که نه.

د دفاعي توغنديو دغه ډوله زېرمې د هوايي دفاع له نظامونو څخه شمېرل کېږي، چې د راتلونکو توغنديو د موندلو او له منځه وړلو لپاره کارېږي. د دغو زېرمو کمېدل کولای شي د احتمالي ګواښونو پر وړاندې د دفاعي چمتووالي پر کچه اغېز ولري.

په همدې حال کې، د بلومبرګ خبري اژانس د «چتم هاوس» د نړيوال امنيت د پروګرام مشرې، ماريون ميسمر، له قوله راپور ورکړی چې ايران هڅه کوي د امريکا د هوايي دفاعي نظامونو او د هغې د توغنديو زېرمې تر فشار لاندې راولي. د هغې په وينا، متحده ايالات هر کال محدود شمېر دفاعي توغندي پيري، چې دا کار کېدای شي يو احتمالي کمزوری ټکی رامنځته کړي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button