مهم خبرونهنړیوال

د امريکا د تېلو رسولو الوتکه له بيړني حالت وروسته بيرته بن ګورين هوايي ډګر ته ستنه شوه

رپوټونه وايي چې د متحده ايالاتو يوه د تېلو رسولو الوتکه له بن ګورين هوايي ډګر څخه له الوت وروسته او د اردن د هوايي حريم له تېرېدو وروسته، د بيړني مرستې د غوښتنې پېغام د لېږلو له امله بېرته ياد هوايي ډګر ته ستنه شوې او ښکته شوې ده.

د دغو رپوټونو له مخې، الوتکه د الوتنې له پيل وروسته يو څه موده د سيمې په اسمان کې تاوېده او وروسته يې د بيړني حالت پېغام صادر کړ. د دې پېغام له لېږلو وروسته، د خپلې لارې بدلون يې ورکړ او بېرته د اشغال‌شوو سيمو پر بنسټي هوايي ډګر بن ګورين ته راګرځېدلې ده.

تر اوسه د دې بيړني حالت د لامل او د الوتکې د بېرته ستنېدو په اړه نور جزئيات نه دي خپاره شوي. نه د امريکا چارواکو او نه هم د بن ګورين د هوايي ډګر مسئولينو په دې اړه رسمي څرګندونې کړې دي.

د بن ګورين هوايي ډګر د تل‌ابيب ښار ته نږدې موقعيت لري او د سيمې له مهمو هوايي ډګرونو څخه ګڼل کېږي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button