مهم خبرونهنړیوال

په امريکا کې د ټرمپ د کډوالۍ د تګلارو پر ضد پراخ احتجاجونه

د امريکا د مهاجرت او ګمرک د پوليسو له خوا د يوې مهاجرې ښځې تر وژل کېدو وروسته، زرګونه کسان د دغه هېواد په بېلابېلو ښارونو کې سړکونو ته راووته او د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د کډوالۍ د تګلارو پر ضد يې اعتراض وکړ. مظاهره‌چيانو د امريکا د ولسمشر د استيضاح او ګوښه‌کولو، او د کډوالو سره د زور زياتي د پای ته رسولو غوښتنه وکړه.

په نيويارک کې د منهټن په سيمه کې، مظاهره‌چيانو د «نه د مهاجرانو د شړلو» په شعارونو سره د مهاجرت پوليسو د ځواکونو د وتلو غوښتنه وکړه. يو شمېر ګډونوالو ليکلې تختې پورته کړې وې چې پکښې د سياسي جوړښت او د کډوالۍ د تګلارو د بدلون غوښتنه شوې وه.

دغه اعتراضونه نورو ايالتونو ته هم وغځېدل. په الاسکا کې مظاهره‌چيانو د فاشېزم ضد شعارونو سره د ټرمپ د حکومت کډوالۍ تګلارې وغندلې او هغه څه يې «د کډوالو وژنه، توپير او شکنجه» وبلل. په سياتل کې بيا مظاهره‌چيانو د امريکا د مهاجرت او ګمرک د ادارې د منحلېدو غوښتنه وکړه او د «قدرت د خلکو لپاره» شعار يې تکرار کړ.

په مينياپوليس کې زرګونه کسان راټول شوي وو څو د هغې ښځې ياد تازه کړي چې د مهاجرت د ادارې د افسرانو له خوا وژل شوې وه. دوی له دغو افسرانو د شړلو غوښتنه وکړه. هممهاله په ديترويت کې، د مهاجرت ادارې د دفتر مخې ته راټول شويو کسانو د يوې مهاجرې په ډزو وژل کېدو وغندله او د ميشيګان په سړک کې يې د مهاجرت د ځواکونو د وتلو غوښتنه وکړه.

د ميشيګان ديموکرات سناتور ګيري پيټرز دغه ډزې «ډېرې وېروونکې او د مخنيوي وړ» وبللې او ويې ويل چې د کورنيو چارو وزارت بيانونه له واقعت سره سمون نه لري. ده خبرداری ورکړ چې بې‌قاعدې تورونه د ټولو امريکايانو ژوند له خطر سره مخ کولی شي.

د امريکايي رسنيو د راپورونو له مخې، دا پېښه د يوه پراخ عملياتي اقدام پر مهال رامنځته شوې چې د زياتو نيوکو لامل شوې ده، ځکه پوليسانو ډېر زور کارولی دی. فدرالي چارواکو ويلي چې ډزې د ځان دفاع په موخه شوې دي، خو د مينياپوليس ښاروال دا «بې‌ځايه عمل» بللی او ويلي يې دي چې دا د مهاجرت د مامورانو په کړنو کې خطرناک بدلون ښيي.

ولسمشر ډونالډ ټرمپ د مهاجرت پوليسو د دې کار بشپړه ملاتړ کړی او دا يې د ځان دفاع بللې ده. خو د منتقدانو په وينا، دغه دريځ د کډوالو پر ضد د تاوتريخوالي د دوام لامل ګرځي. دا په داسې حال کې ده چې د امريکايي رسنيو وروستي نظرپوښتنې ښيي چې د دغه هېواد له نيمايي ډېر وګړي د ټرمپ د حکومت د مهاجرانو د شړلو پروګرامونه نه تاييدوي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button