د امريکا څارنوالۍ د سپينې ماڼۍ ته نېږدې د ډزې پېښې تورن د اعدام غوښتنه وکړه

د امريکا د عدليې وزارت ويلي، فدرالي څارنوالان غواړي د رحمنالله لکنوال په قضيه کې، چې د سپينې ماڼۍ نېږدې د امريکايي ملي ګارد پر دوو غړو د ډزې په تور تورن دی، د اعدام غوښتنه وکړي. په دې پېښه کې يو تن وژل شوی دی.
رحمنالله لکنوال تېره اوونۍ فدرالي محکمې ته حاضر شوی و، خو هغه د نهه تورونو له منلو، چې په کې د لومړي درجې قتل تور هم شامل دی، ډډه وکړه. څارنوالانو د محکمې په غونډه کې قاضي ته وويل چې د دوی حقوقي تعقيب داسې لوری لري چې کېدای شي د اعدام حکم ته ورسېږي.
د محکمې د معلوماتو له مخې، لکنوال له دې مخکې چې په ۲۰۲۱ کال کې امريکا ته کډه وکړي، په افغانستان کې له امريکايي ادارو سره همکاري لرله. خو د امريکا عدلي چارواکي ټينګار کوي چې دا سابقه به د اوسنیو تورونو د جدي تعقيب مخه وانخلي.
هغه د دې له امله نيول شوی چې ګومان کېږي د امريکايي ملي ګارد پر دوو غړو يې ډزې کړې وې چې په نتيجه کې يو عسکر وژل شوی دی. ټاکل شوې ده د دې قضیې د اورېدنې بله ناسته د روان کال د می مياشتې په منځ کې ترسره شي.




