د امريکا ژمنه: طالبانو ته د مرستو لېږد به بندېږي

په داسې حال کې چې د امريکا متحده ايالات هڅه کوي افغانستان ته مالي مرستې محدودې کړي، د دغه هېواد دوه جمهوري غوښتونکي غړي ويلي چې سناتور مارکو روبیو ژمنه کړې چې هغو بنسټونو ته د مرستو ورکولو عمل به درول کېږي، چې ښايي د امريکا مالي منابعو ته د طالبانو لاسرسي زمينه برابره کړي.
د تنسي ایالت استازي تیم برچت ويلي، د امريکا د بهرنیو چارو وزیر له ده سره کتلي او ژمنه یې کړې چې د هر ډول بودجې د لېږد مخه به نیسي، که چیرې دا مرسته د طالبانو ادارې ته ورسېږي. برچت زياته کړې چې د دې اقدام هدف د امريکايی مالیه ورکوونکو پیسو د مصرف مخنیوی دی، څو د نړيوالې مشروعيت نه لرونکو ډلو ملاتړ پرې ونشي.
یوې بلې استازې، آنا پولینا لونا، هم څرګنده کړې چې د بهرنیو چارو وزیر ټينګار کړی، هر خیریه بنسټ یا نادولتي سازمان چې د مرستو د وېش په بهیر کې احتمال ولري چې پېسې طالبانو ته انتقال کړي، د امريکا له حکومتي مرستو به بېبرخې شي.
بل لور ته د طالبانو تر ادارې لاندې د اقتصاد وزارت ويلي چې بايد بشري مرستې سياسي نهشي. د دغه وزارت معين عبداللطيف نظري ويلي: «موږ له ټولو هېوادونو، په ځانګړي ډول له امريکا، غواړو چې بشري مرستې د سياسي فشار وسیله ونه ګرځوي او د افغانستان د خلکو کنګل شوې شتمنۍ آزادې کړي.»
د مرستو چارو کارپوهان خبرداری ورکوي چې د امريکا د مرستو کمښت، چې له څو مياشتو راهيسې دوام لري، د بشري مرستو ډېرو سازمانونو ته شديد مالي کمښت پيدا کړی او دا ستونزه کیدای شي د هېواد په بېلا بېلو سیمو کې د تغذیې، روغتیایي خدمتونو او سرپناه مهم خدمات له خطر سره مخ کړي.
همداراز، د ملګرو ملتونو د بشري چارو مرستيال هم د مرستو د بودجې د کمېدو په تړاو خبرداری ورکړی او افغانستان یې له سوډان او یمن وروسته د نړۍ درېیم هېواد یاد کړی، چې تر ټولو زیات بشري مرستو ته اړتیا لري. د نړیوالو کارپوهانو په باور، د طالبانو د اوسنیو پاليسیو، په تېره بيا د ښځو او مدني بنسټونو د فعالیتونو په محدودولو، له کبله نړیواله ټولنه باور نه لري او دا د مرستو د کمښت عمده لامل ګڼل کېږي.




