مهم خبرونهنړیوال

په تهران کې د وینې شريکي؛ د امريکايي توغنديو په بريد کې شپږ افغانان وژل شوي

د تهران په جنوب کې د ری ښار په لور د امريکا د متحده ايالاتو د توغنديو له بريدونو وروسته، د يوې افغانۍ کورنۍ شپږ غړي وژل شوي دي. ايراني رسنيو راپور ورکړی چې په دې پېښه کې څلور ايراني وګړي هم وژل شوي او څو تنه نور ټپيان شوي دي.

د راپورونو له مخې، د ايران د ژغورنې ډلې د چاودنو له رامنځته کېدو وروسته سيمې ته استول شوي او د ټپيانو د ژغورنې او انتقال عمليات يې ترسره کړي دي. په خپرو شويو انځورونو کې د ايراني او افغان وګړو تر منځ د همکارۍ او خواخوږۍ صحنې ليدل کېږي.

همدارنګه، د يو اته کلن افغان ماشوم د ژغورلو شيبه چې د ژغورنې ځواکونو خپره کړې، په ټولنيزو شبکو کې پراخ غبرګونونه راپارولي دي.

په تهران کې د افغانستان سفارت او په کابل کې د طالبانو د ادارې چارواکو تر د دې خبر د خپرېدو مهاله د دې پېښې پر مهال د افغان وګړو د وژل کېدو په اړه هېڅ غبرګون نه دی ښودلی.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button