مهم خبرونهنړیوال

د ایران سره د جګړې ورځنی لګښت یو میلیارد ډالره اټکل شوی

د امریکا د کانګرس یوه چارواکي ویلي چې د پنتاګون لومړنی اټکل ښيي که د ایران سره بشپړه جګړه پیل شي، نو لګښت یې په ورځ کې تر یو میلیارد ډالرو رسېدای شي. د نوموړي په وینا، که دا نښته اوږده شي، نو د امریکا پر بودیجې او اقتصاد به د پام وړ فشار وارد کړي.

د امریکايي رسنیو د راپور له مخې، یاد چارواکی د «اټلانټیک» مجلې سره په خبرو کې څرګنده کړې چې دا کچه پوځي مصارفو به پراخو مالي او لوژستیکي منابعو ته اړتیا ولري. تر اوسه د دغه اټکل د چوکاټ او احتمالي سناریوګانو په اړه نور جزئیات نه دي خپاره شوي.

هم‌مهاله، د «واشنګټن پوسټ» ورځپاڼې په جلا راپور کې لیکلي چې د پنتاګون د دقیق هدف‌زن وسلو زېرمې په کمېدو دي. د دې راپور له مخې، په وروستیو بریدونو کې زرګونه پرمختللي هوايي دفاعي توغندي او ګران‌بیه مهمات کارول شوي دي.

«واشنګټن پوسټ» زیاتوي چې د بریدونو له پیل څخه په لږ تر لږه یوه اونۍ کې د دغو وسلو د کارونې اندازه دومره زیاته شوې چې د پاتې زېرمو او د پوځ د چمتووالي په اړه اندېښنې راپورته کړي دي. د امریکا رسمي چارواکو تر اوسه د دغو اندېښنو په اړه په ښکاره ډول څه نه دي ویلي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button