نیویارک ټایمز: د امریکا او ایران د جګړې په لومړیو شپږو ورځو کې ۱۱.۳ میلیارده ډالره لګښت

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې راپور ورکړی چې د امریکا متحدو ایالتونو د ایران سره د جګړې په لومړیو شپږو ورځو کې له ۱۱.۳ میلیارده ډالرو څخه زیات پوځي لګښتونه کړي دي. دا شمېر د امریکا د دفاع وزارت له لوري کانګرس ته د وړاندې شوې راپور پر بنسټ اټکل شوی دی.
د المیادین شبکې د راپور له مخې، دغه امریکایي ورځپاڼې د باوري سرچینو په حواله لیکلي چې پنتاګون د پوځي عملیاتو د لومړنیو لګښتونو جزییات د قانون جوړونکو سره شریک کړي، او ټینګار یې کړی چې یوازې په لږ تر لږه یوه اوونۍ کې دا لګښتونه له یوولسو میلیاردو ډالرو اوښتي دي.
د راپور پر بنسټ، یاد شمېر د جګړې د پیل ورځو د پوځي او عملیاتي مصارفو برخه ده؛ هغه موده چې معمولاً د پراخو پوځي خوځښتونو سره مل وي.
ځینې شنونکي وايي، په دومره لنډ وخت کې دا کچه لګښت ښيي چې جګړه د امریکا پر دفاعي جوړښت او بودیجې د پام وړ مالي فشارونه راوړي دي؛ داسې موضوع چې ښايي د دغه هېواد پر سیاسي او اقتصادي پرېکړو هم اغېز ولري.




