
د امريکا چلند د ايران سره د خبرو په اړه دوه اړخيزه دی؛ له يوې خوا د خبرو غوښتنه لري، خو له بلې خوا داسې ښکاره کوي چې ابتکار د واشنګټن په لاس کې دی. په همدې لړ کې، هغه خبرې چې ټاکل شوې وې د عمان په هېواد کې وشي، لغوه شوې، او څو ساعته وروسته امريکا اعلان وکړ چې د عربي هېوادونو په غوښتنه به په خبرو کې برخه اخلي. خو حقيقت دا دی چې امريکا پخپله د سيمې له عربي هېوادونو زياته د ايران سره د خبرو لېوالتيا لري، چې دا لېوالتيا د واشنګټن د مستقيمو محاسبونو پايله ده.
د امريکا تمايل د ايران د مسئلو د حل لپاره د شرايطو او ظرفيتونو د ارزونې پايله ده. شک نشته چې د امريکا پوځي ځواک، په ځانګړي ډول د هوايي جګړې په برخه کې، له ايران سره د پرتلې وړ نه دی. که ولسمشر ټرمپ دا ډاډه نتيجه ته رسېدلی وای چې پوځي بريد کولی شي د ايران اسلامي جمهوريت ونړوي، ښايي يو لحظه هم نه وای تم شوی. خو د ايران سره د جګړې د لګښت او ګټې محاسبه امريکا دې ته اړ ايستلې چې خبرې غوره کړي؛ دا هماغه ستراتيژي ده چې ايران د امريکا په وړاندې خپله کړې ده.
د ايران اسلامي جمهوريت ښه پوهېږي چې له ټکنالوژيکي او تجهيزاتي پلوه د امريکا همتراز نه دی؛ له همدې امله يې د تهاجم پر ځای هغه ستراتيژي غوره کړې چې موخه يې دا ده هر احتمالي نښتې ته د مقابل اړخ لپاره لوړه بيه ورکړي. دا تګلاره پر دې بنسټ ولاړه ده چې که جګړه هم پيل شي، د امريکا لپاره به يې لګښتونه له لاسته راوړنو ډېر دروند وي.
د ايران د تېرې مياشتې کورني تحولونه او د هغوی د کنټرول څرنګوالی هم د امريکا پر ارزونو اغېز کړی. داسې ښکاري واشنګټن دې پایلې ته رسېدلی چې حتی يو پوځي يرغل هم د ايران د نظام د نسکورېدو ضمانت نه شي کولی. زيات احتمال دا دی چې دا ډول بريد يوازې د زېربناوو يو شمېر برخې له منځه يوسي او يا محدود شخصيتونه ووژني؛ يو سناريو چې نه يوازې امريکا خپلو ستراتيژيکو موخو ته نه نژدې کوي، بلکې ښايي د ايران د کورني يووالي د پياوړتيا سبب هم شي.
په مقابل کې، ايران د جګړې لپاره په قاطع ډول د تيارۍ اعلان کړی او دا پيغام يې واشنګټن ته رسولی چې هر ډول نښته بېلګښته نه وي. د ايران د مشر ټينګار چې که جګړه پيل شي، سيمهييزه بڼه به خپلوي، د همدې مانا څرګندونه کوي: جګړه به محدوده نه پاتې کېږي او د ايران سيمهييز متحدان او د امريکا ګڼ هدفونه به هم ښکېل شي.
سره له دې چې امريکا يو شمېر ځواکونه له ايران شاوخوا اډو ايستلي، خو دا اډې لا هم له فوقالعاده عصري او ډېر لګښت لرونکو وسايلو ډکې دي. يوازې د کويت د امريکايي اډې تجهيزات په لسګونو ميليارده ډالره ارزښت لري. امريکايي اډې په قطر، امارات، بحرين او نورو هېوادونو کې د ايران د توغنديو د وړتيا تر بريد لاندې دي، او هېڅ يوه يې هم له داسې دفاعي نظامونو نه ده مجهزه چې د پراخو توغندويي بريدونو پر وړاندې بشپړه دفاع وکړي.
په اقتصادي ډګر کې، د هرمز تنګي لا هم د سيمې د امنيتي معادلاتو يو کليدي عنصر دی. که څه هم امريکا د دې لارې د زياتې برخې انرژي مستقيمه مصرفوونکې نه ده، خو د تيلو بهير ګډوډېدلی شي نړیوال بازارونه متاثره کړي او د امريکا پر اقتصاد غيرمستقيم اغېز وکړي. دا حالت هم د واشنګټن پر سيمهييزو متحدانو درانه مالي زيانونه اړولی شي.
ايران په دوولس ورځنۍ جګړه کې وښوده چې له ارزانه توغنديو او ډرونونو سره هم کولی شي د اسرائيلو دفاعي سيستمونه اغېزمن کړي او خپل دقيق توغندي هدف ته ورسوي. داسې ښکاري چې اسرائيل تر اوسه د دې ډول بريدونو پر وړاندې بشپړ حل نه دی موندلی، او که د امريکا او ايران ترمنځ جګړه وشي، اسرائيل به په طبيعي ډول د احتمالي هدفونو له ډلې وي. په دې حالت کې به اسرائيل، د امريکا يو مهم متحد، د امنيتي او سياسي پايلو له جدي ګواښ سره مخ شي، چې لګښتونه يې هم پر واشنګټن درانه تمامېږي.
سربېره پر دې، ايران کولی شي له همدې الګو څخه د امريکايي الوتکو وړونکو بېړيو د ګواښ لپاره ګټه واخلي، او که د هغو يوه برخه هم له عملياتي بهير ووځي، دا به د واشنګټن پر پوځي اعتبار درنه ضربه وي؛ يوه تجربه چې مخکې يې نمونې د يمن په جګړه کې ليدل شوې دي.
په ټوله کې، داسې ښکاري چې د ايران سره د احتمالي جګړې لوړ لګښتونه د امريکا د پرېکړهکوونکو په محاسبې کې دا لامل ګرځېدلي چې د خبرو او مذاکراتو لاره تر ټولو واقعي او خوندي انتخاب وګڼي. په دې لړ کې د ايران وړتيا چې مخالف لوری د خپل د لګښتپرمخ وړلو له وس سره قانع کړي، د خبرو د دوام او لوري ټاکنه کې مهم رول لوبوي.
سيد احمد موسوي مبلغ




