د امریکا لخوا د کډوالو د منلو بهیر درول نړیوالې اندېښنې راپارولې

نړیوالې ژغورنې کمیټې (IRC) د امریکا د حکومت له لورې د کډوالو د منلو د بهیر د درېدلو له امله ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده. دې کمیټې په یوه تازه خبرپاڼه کې ویلي، چې د امریکا د حکومت وروستیو فشارونو په زرګونو هغه کډوال اندېښمن کړي چې کلونه یې د خپل سرنوشت وروستۍ پرېکړې ته سترګې په لار دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د افغانستان، ایران، وینزویلا او اوکراین په ګډون د یو شمېر هیوادونو کډوال نور نه منل کېږي، او آن هغه کسان چې مخکې یې دوسیې منل شوې وې، اوس خبرداری تر لاسه کړی چې د دوی غوښتنې به بیا وکتل شي.
هانس فان دیوورد، چې د نړیوالې ژغورنې د کمیټې مرستیال دی، دا بدلونونه د امریکا د کډوالو د ملاتړ له اوږدو سیاستونو سره متضاد بللي دي. هغه ویلي، ډېری کډوال چې د قانوني مراحلو له تېرېدو وروسته یې نوې ژوند ته پیل کړی و، اوس له بیا ایستنې سره مخ دي.
نوموړي ټینګار کړی، چې دا ډول اقدامات نه یوازې د کډوالو روحي او ټولنیز امنیت ته زیان رسوي، بلکې د امریکا د بشري ژمنو پر باور هم شکونه راولاړوي.
د کډوالو چارو کارپوهانو هم خبرداری ورکړی، چې د منل شویو دوسیو بیاکتنه د کډوالو نړیوالو اصولو خلاف ده، او کولی شي د زرګونو نوماندو، په ځانګړي ډول بېسرپناه افغانانو، وضعیت لا پسې ستونزمن کړي.




