امریکا له افغانستان او یو شمېر نورو هېوادونو د مهاجرت غوښتنلیکونه درولي

د نیویارک ټایمز د راپور له مخې، د ټرمپ ادارې د افغانستان په ګډون د یو شمېر هېوادونو د وګړو لپاره د امریکا گرین کارت او تابعیت ته د ټولو مهاجرتي غوښتنلیکونو ارزونه درولې ده. دا اقدام هغه لړۍ ته دوام ورکوي چې د روان میلادي کال د جنورۍ په میاشت کې له دې سره پیل شوه چې افغانستان د هغو هېوادونو نوملړ ته ورزیات کړای شو چې اتباع یې امریکې ته د سفر اجازه نهلري.
تر څنګ د افغانستان، ایران، میانمار، یمن، سومالیا، سودان، چاد، اریتره، د کانګو جمهوریت، ګیانا، سیرا لیون، بروندی، توګو، هایتي، لائوس، ترکمنستان او لیبیا هم دې نوملړ ته ورزیات شوي دي. نیویارک ټایمز دا هېوادونه د نړۍ له «تر ټولو بېثباته او بېوزله» سیمو څخه ګڼلي.
دا بندیز په داسې حال کې لګول شوی چې له دې وروستیو راهیسې د واشنګټن ډيسي برید وروسته، چې رحمانالله لکنوال، د افغانستان یو ۲۹ کلن وګړی، چې سږ کال د اپریل په میاشت کې یې پناه ترلاسه کړې وه، تر سره کړی و، پر کډوالۍ د محدودیتونو لپاره فشارونه زیات شوي دي. په دې برید کې د امریکا د ملي ګارد دوه غړي ټپیان شوي وو.
د امریکا د تابعیت او کډوالۍ خدماتو ادارې ویاند متیو تراگسر ویلي: «تابعیت یو امتیاز دی، نه یو حق»، او زیاته کړې یې ده چې د ټرمپ اداره یوازې «د غوره وګړو له ډلې غوره کسان» مني. هغه ټینګار کړی چې د امریکا د آینده لپاره به هېڅ ډول خطر ونه منل شي.
دغه پرېکړه د کډوالۍ ګڼې پروسې درولې دي. په امریکا کې د مهاجرت وکیلان وایي چې پرته له کومې خبرتیا یا توضیح څخه د تابعیت اړوند چارې او گرین کارت مرکې ځنډول شوي دي. د ټکساس یوه مهاجرت وکیله، آنا ماریا شوارتز ویلي، کله چې د هغې موکلین د مهاجرت ادارې ته ورغلي، نو ناڅاپي د خپلو مرکېو د لغوه کېدو خبر ورکړل شوی.
میرمن شوارتز خبرداری ورکړی چې دا پرېکړې پر مهاجرتي سیستم ډېر فشار راوستی او هغه هېوادونه چې د بندیز په نوملړ کې شامل دي، به تر ټولو زیات زیان وويني. هغې رامنځته شوی وضعیت ته «فلج کړی حالت» ویلي.




