مهم خبرونهنړیوال

د پخوانیو امریکايي چارواکو له خوا د اسراییلو د راتلونکې په اړه خبرداری

لارنس ویلکرسن، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پخواني د کارکوونکو رییس ویلي چې اسراییل ښايي په راتلونکو دوو لسیزو کې د خپل دوام په برخه کې له جدي ننګونو سره مخامخ شي. هغه ټینګار کړی چې د ده په باور، سیمه‌ییز او نړیوال سیاسي بهیرونه کولای شي د دغه هېواد نړیوال موقف کمزوری کړي.

ویلکرسن دا هم ویلي چې نړیواله ټولنه ښايي په راتلونکي کې د هغه څه له امله چې ده یې «د بشپړ دموکراتیک جوړښت نه شتون» بللی، پر اسراییل پراخې نیوکې وکړي. هغه د اسراییلو اوسنی حالت د پخوانۍ سویلي افریقا د اپارتاید نظام سره پرتله کړی او ویلي یې دي چې دا ډول وضعیت کولای شي د اسراییلو پر نړیوال مشروعیت اوږدمهاله اغېزې ولري.

په عین وخت کې، دیوید ساکس، د ټکنالوژۍ پانګوال او د سپینې ماڼۍ سلاکار د ډیجیټل اسعارو او مصنوعي ځیرکتیا د چارو په برخه کې، ویلي چې د ایران او اسراییلو ترمنځ له دوه اونۍ جګړې وروسته خپاره شوي راپورونه ښيي چې اسراییل له بې‌سارې فشارونو سره مخ دی. هغه خبرداری ورکړی چې که جګړه څو اونۍ یا میاشتې دوام وکړي، حالت به نور هم کړکېچن شي.

ساکس زیاته کړې چې که د تل ابیب د دفاعي سیسټمونو ځواک په اوږدمهاله جګړه کې کمزوری شي، دا کار به د دغه هېواد دننه د پام وړ زیانونو لامل شي.

تر دې مخکې هم یو شمېر اسراییلي سیاسي او امنیتي څېرې د هېواد د راتلونکې په اړه اندېښنې څرګندې کړې وې. عیران عتصیون، د اسراییلو د کورني امنیت شورا پخواني مرستیال، په «هاآرتص» ورځپاڼه کې په یوه مقاله کې لیکلي وو چې دا هېواد د ۲۰۲۶ کال په پیل کې په داسې وضعیت کې دی چې ګاونډیان یې د یو ګواښ په توګه ګڼي او له کورنیو سیاسي ستونزو سره لاس ګرېوان دی.

د «هاآرتص» د لیکنې له مخې، دا بدلونونه په داسې مهال را منځ ته شوي چې سیمه‌ییز او نړیوال نظم د اسراییلو شاوخوا د بنسټیزو بدلونونو شاهد دی. عتصیون په خپله مقاله کې ټینګار کړی و چې اسراییل له کورنیو بحرانونو، سیاسي اختلافونو او بهرنیو فشارونو سره مخ دی، هغه مسایل چې د ده په وینا، د دغه هېواد پر ثبات او نړیوال موقف اغېز کولای شي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button