دوهم سرلیکمهم خبرونهنړیوال

په ایران کې د رالوېدلي امریکایي جنګي الوتکې د پیلوټ د موندلو عملیات پيل شول

د ایران د سپاه پاسداران عامه اړیکو څانګې اعلان کړی چې د امریکا دوهم پرمختللی F-35 جنګي الوتکه د دغه هېواد د مرکزي سیمو په فضا کې د ایران د هوايي دفاع د سیستم له‌خوا هدف ګرځول شوې او په بشپړه توګه لوېدلې ده. د دې ادارې په وینا، یادې الوتکې د «لکن‌هېت» له اسکواډرون سره تړاو درلود او د توغندیز برید له امله یې په بشپړ ډول تخریب شوی دی.

په لومړني بیان کې ویل شوي وو چې د سختو تخریبي زیانونو له امله د پیلوټ برخلیک لا معلوم نه دی. خو وروسته خپرو شویو راپورونو کې داسې انځورونه ښودل شوي چې د پیلوټ څوکۍ تر ډېره سال هېره پاتې ده او د هغه د ژوندي پاتې کېدو احتمال مطرح شوی دی.

ځینې محلي سرچینې هم راپور ورکوي چې د ایران د لوېديځو او جنوبي سیمو په فضا کې دوه چورلکې لیدل شوې دي، چې ویل کېږي د پیلوټ د لټون لپاره الوتلې دي. تر اوسه دا روښانه نه ده شوې چې دغه چورلکې د ایران د ځواکونو دي که د مقابل لوري پورې تړاو لري. په عین حال کې، پوځي ځواکونو د لټون عملیات پیل کړي او داسې راپورونه هم خپاره شوي چې عشایر او سیمه‌ییز خلک په منظم ډول د سیمې څارنه کوي.

د یاسوج محلي ټلوېزیوني شبکې هم له خلکو غوښتي چې که امریکایي پیلوټان وویني، ژر خبر ورکړي. د دغې شبکې په بلنلیک کې ویل شوي چې د معلوماتو ورکوونکو لپاره انعام هم ټاکل شوی دی.

تر اوسه د امریکا رسمي چارواکو د دې ادعا په اړه هېڅ غبرګون نه دی ښودلی او د پېښې د څرنګوالي په اړه نور جزئیات نه دي خپاره شوي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button