سياستمهم خبرونه

د کابل کې د امريکا د سفارت يوه برخه ديني مدرسې ته اړول شوې ده

نوې انځوريزې سرچينې ښيي چې د طالبانو اداره د کابل ښار د امريکا د سفارت يوه برخه د ديني مدرسې په توګه بدله کړې او هلته ماشومانو او ځوانانو ته ديني زده‌کړې ورکول کېږي. دا بدلون په داسې حال کې شوی چې د پخواني حکومت له نسکورېدو وروسته د امريکا د سفارت رسمي فعاليتونه درېدلي دي.

د امريکا سفارت له دې وروسته وتړل شو چې د امريکا نظامي ماموريت پای ته ورسېد او د افغانستان جمهوري نظام په ۱۴۰۰ لمريز کال کې ړنګ شو. د دې پېښې وروسته د امريکايي ديپلوماتانو کابل پرېښود. کله چې طالبان يو ځل بيا د پلازمېنې واک ته ورسېدل، دغې ډلې د سفارت پر دېوالونو د «طيبه» نوم وليکه، چې دا کار له پيل څخه د خلکو د غبرګونونو او نيوکو سبب شو.

په تېرو څلورو کلونو کې د طالبانو د بيا واکمنۍ پر مهال، دغه ډله په ښاري او کليوالي سيمو کې د مدرسو او جوماتونو د پراختيا لپاره پراخ تمرکز کړی دی. منتقدان وايي، دا تګلاره له معاصره او غېر ديني زده‌کړې له پامه غورځولو سره يوځای روانه ده، هغه برخه چې د افغانستان د ټولنيز، اقتصادي او علمي پرمختګ لپاره حياتي بلل کېږي.

د تېرو کلونو له تجربو سره سم، طالبان د پخواني حکومت او د هغه د لوېديځو متحدينو پر وړاندې د جګړې پر مهال د خپلو جنګیالیو يوه برخه له ديني مدرسو څخه ګمارله. ناظران باور لري چې د دې مرکزونو پراختيا په اوسني حالت کې هم کېدای شي د دې لپاره وي چې ځوان نسل ته ايديولوژيکي زده‌کړې ورکړل شي او د طالبانو د ادارې د ملاتړ بنسټ پياوړی شي؛ موضوع چې د افغانستان د زده‌کړې د راتلونکې او فکري تنوع په اړه اندېښنې زياتې کړې دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button