مهم خبرونهنړیوال
د امنیتي محدودیتونو د پراخېدو له امله د اردن په اَمان کې د امریکا سفارت وتړل شو

د متحده ایالاتو سفارت په اردن کې اعلان کړی چې تر راتلونکې خبرتیا پورې به خپل ټول کاري او خدماتي فعالیتونه ځنډوي. دا پرېکړه د هغو خدماتو برخه هم ده چې امریکایي اتباعو ته وړاندې کېدې.
د دې سفارت په وینا، له هغو امریکایي اتباعو چې په اردن کې مېشت دي یا اوس مهال هلته حضور لري، غوښتنه شوې چې په خپلو کورونو کې پاتې شي او له غیر ضروري تګ راتګ څخه ډډه وکړي. د دې ګام د علت په اړه نور جزیات نه دي خپاره شوي.
له دې وړاندې هم د امریکا سفارتونو په عراق، کوېت او لبنان کې خپلې چارې ځنډولې وې. دا ګامونه په داسې حال کې اخیستل کېږي چې د امریکا ډیپلوماټیک استازولۍ په ځینو سیمهییزو هېوادونو کې له امنیتي محدودیتونو سره مخ دي.




