امريکا د عربي سمندر په اوږدو کې د ايران يو ډرون ويشتلی دی

د امريکا مرکزي قوماندې (سنتکام) ويلي چې يو ايراني بېپيلوټه الوتکه د «شاهِد–۱۳۹» ډوله، هغه مهال وويشتل شوه چې د امريکايي الوتکوړونکې بېړۍ «ابراهام لينکلن» پر لور په عربي سمندر کې روانه وه.
د سنتکام وياند سمندري افسر ټيم هاوکينز په يو بيان کې ويلي چې يو اف–۳۵ جنګي الوتکې، چې له يادې بېړۍ سره ځای پر ځای شوې وه، دغه ډرون د ځاندفاع په چوکاټ کې او د بېړۍ او عملې د خونديتوب لپاره ويجتلی دی.
تر دې مخکې، د رويټرز خبري اژانس او سيبياس ټلوېزيون هم د امريکايي سرچينو په حواله راپور ورکړی و، چې د امريکا پوځ هغه ايراني ډرون ويشتلی چې د ابراهام لينکلن بېړۍ ته نږدې کېده.
د خپرو شويو معلوماتو له مخې، د «ابراهام لينکلن» الوتکوړونکې بېړۍ د جدي مياشتې په ۲۴مه (۱۴ جنورۍ) خپل حرکت د جنوبي چين له سمندر څخه منځني ختيځ پر لور پيل کړی او راپورونه ښيي چې دا اوس د عمان د ساحلونو څنګ ته موقعيت لري. عربي سمندر د نړيوالې سمندري تګلارې يو مهم دهليز بلل کېږي، او د بېلابېلو پوځي ځواکونو شتون پکې تل له امنيتي حساسيتونو سره مل وي.




