مهم خبرونهنړیوال

د امریکا یو جنګي بېړۍ له ایلات بندر څخه ووتله

د امریکا د مرکزي قوماندانۍ «سنتکام» اعلان کړی چې د امریکا د سمندري ځواکونو یوه جنګي بېړۍ د څو ورځو تر حضور وروسته د اشغال شوو سیمو په سوېل کې له ایلات بندر څخه وتلې ده. د یادې ادارې په وينا، دا جنګي بېړۍ يوازې دوه ورځې مخکې په دغه بندر کې ځای پر ځای شوې وه.

د الجزيرې د خبر له مخې، د «ډيلبرټ بلک» په نوم ناوشکن د هغه څه تر پای ته رسېدو وروسته چې سنتکام يې «له مخکې پلان شوی سفر» بللی، ایلات پرېښی دی. ایلات د عقبه خليج پر ساحل موقعيت لري او د اشغال شوو سيمو په سوېل کې له مهمو بندرونو شمېرل کېږي.

سنتكام په خپل بيان کې ويلي چې دا سفر د امریکا او اسرائيلو ترمنځ د سمندري همکارۍ نښه ده او د دواړو لورو ګډ ژمنتيا څرګندوي، څو د مدیترانې سمندر، د عقبه خليج او د سور سمندر په سيمه کې امنيت او ثبات پیاوړی کړي.

په دې تړاو، د وال سټريټ ژورنال ورځپاڼې د امريکايي چارواکو له قوله راپور ورکړی چې د ايران پر ضد د نږدې هوايي بريدونو احتمال ټيټ ارزول شوی دی. د دغو سرچینو په وینا، د ايران د احتمالي غبرګون اندېښنه په اشغال شوو سيمو کې او د اوږدمهاله نښتې د رامنځته کېدو وېره د دې ارزونې له لاملونو څخه بلل شوې ده.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button