د امريکا فدرالي محکمې د افغان متحدينو د ځانګړو ویزو دوسيو د بيا پيل امر وکړ

د امريکا يو فدرالي عدالت حکومت ته امر کړی چې د افغان متحدينو د ځانګړو مهاجرتي ویزو (SIV) غوښتنلیکونو د څېړنې بهير سملاسي او په خپل وخت بيا پيل کړي. دا پرېکړه په داسې حال کې شوې چې د سفر پراخ بنديزونه لا هم د افغان وګړو، په ځانګړي ډول د پناه غوښتونکو، د امريکا ته د ننوتلو مخه نيسي.
د پناه غوښتونکو نړيوالې ادارې ويلي چې دا حکم د افغان او عراقي متحدينو له خوا د امريکا د بهرنیو چارو وزير، مارکو روبیو، پر ضد د ګډې دعوې په ځواب کې صادر شوی. په ياده دعوه کې د هغو دوسیو د اوږدمهاله ځنډ او درېدنې يادونه شوې چې د امريکا کانګرس مخکې له مخکې د هغوی د چټکولو غوښتنه کړې وه.
د محکمې له حکم سره سم، د CAM په نوم د مأموريت مشر له لوري د غوښتنليکونو ارزونه، چې د SIV دوسیو د بررسي لومړۍ مرحله ده، بايد بې له ځنډه د دې غوښتونکو لپاره پيل شي. قاضي ټينګار کړی چې د امريکا حکومت حق نه لري دا مهم پړاو په يواځې ډول ودر وي.
د يادې ادارې د څرګندونو له مخې، قاضي چوتکان په خپل حکم کې ليکلي چې د ټرمپ د حکومت چارواکي “هيڅ قانوني يا غير قانوني صلاحيت” نه لري تر څو هغه بهيرونه معطل کړي چې د امريکا کانګرس د چټکتيا غوښتنه ورته کړې ده. محکمې د فبرورۍ په ۲۴مه نېټه غونډه ټاکلې تر څو حکومت تشريح کړي چې څنګه به د عدالت د حکم له مخې د دغو دوسیو د ارزونې بهير ښه کوي.
د پناه غوښتونکو نړيواله اداره، چې د IRAP په نوم پېژندل کېږي، ځان د هغو افغان او عراقي وګړو استازيتوب کوونکی ګڼي چې د امريکا د ماموريتونو او پروګرامونو په ترڅ کې يې همکاري کړې او اوس د ځنډ له امله له جدي امنيتي ګواښونو سره مخ دي.
د دې ادارې وکيلې، کمبريلي ګرانو، د عدالت پرېکړې ته په غبرګون کې ويلي چې دا اقدام د امريکا د حکومت د قانوني ژمنو د عملي کولو يو څرګند هڅه ده. هغې زياته کړه چې ډېر افغان متحدين کلونه کلونه د خپلو دوسیو د څېړنې په تمه پاتې دي، په داسې حال کې چې لا هم د طالبانو د واکمنۍ له جدي ګواښونو سره مخ دي.
ډونالډ ټرمپ، له دې وروسته چې بيرته سپينې ماڼۍ ته ستون شو، د اجرائيوي فرمانونو له لارې د امريکا د پناه غوښتنې يو شمېر پروګرامونه، لکه “P1” او “P2″، ودرول. دغو پرېکړو د ځانګړو مهاجرتي ویزو د دوسیو په ارزونه او بيا مېشتېدو کې د پام وړ ځنډ راوستی او د بشري حقونو او د پناه غوښتونکو د ملاتړ کوونکو ادارو پراخې نيوکې يې را وپارولې.




