نړیوال

د امريکا د ترورېزم ضد ملي مرکز مشر استعفا ورکړه

جوزف کينټ، د امريکا د ترورېزم ضد ملي مرکز مشر، اعلان وکړ چې له خپلې دندې څخه يې استعفا ورکړې ده. ده د خپل دغه پرېکړې لامل له ايران سره د روانې جګړې مخالفت وښود او ويې ويل چې نه‌شي کولای له دې بهير څخه ملاتړ وکړي.

کينټ په ټولنيز شبکه «ایکس» کې په يوه پيغام کې ليکلي، چې د ده په باور، ايران د متحده ايالاتو لپاره مستقيم ګواښ نه دی رامنځته کړی. نوموړي همدارنګه زياته کړې، چې دا جګړه د اسرائيلو تر فشار لاندې پيل شوې ده.

دغه امريکايي چارواکي ټينګار کړی، چې د همدې نظر اختلاف له امله يې پرېکړه کړې له خپلې دندې استعفا ورکړي. تر اوسه د متحده ايالاتو رسمي چارواکو د ده د څرګندونو په اړه کوم غبرګون نه‌دی ښودلی.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button