مهم خبرونهنړیوال

د امريکا د کانګرس غړې د اسراییلو له بې‌قید ملاتړ د بيا ارزونې غوښتنه وکړه

الکسانډريا اوکاسيو کورټيز، چې د امريکا د کانګرس دموکراته استازې ده، په مونيخ امنيتي کنفرانس کې وويل چې متحده ایالات بايد د اسراییلو د «بې‌قید او شرط ملاتړ» تګلاره له سره وڅېړي. هغې ټینګار وکړ چې بشپړ ملاتړ پرته له دې چې د اړخونو کړنې په پام کې ونيول شي، یوه غیرمنطقي تګلاره ده او مشروط ملاتړ کولای شي مناسبه لاره وي.

کورټيز د دې پوښتنې په ځواب کې چې آيا د دموکرات ګوند تګلاره د اسراییلو د پوځي ملاتړ په اړه بدلېدای شي، وويل چې مطلق ژمنتیا، پرته له دې چې د هر لوري کړنې وکتل شي، نه شي توجیه کېدای. د هغې په وينا، د دې تګلارې بيا ارزونه به د امريکا له هغو ارزښتونو سره ښه سمون ولري چې د قانون‌پالنې او حساب ورکونې په برخه کې اعلان شوي دي.

دغه استازې همدارنګه د امريکا پر ولسمشر ډونالډ ټرمپ تور ولګاوه چې د نړۍ په رهبرۍ کې د متحده ایالاتو د دودیز رول د بدلولو هڅه کوي. هغې وويل، د ټرمپ د ادارې پالیسۍ کولای شي د واشنګټن نفوذ په اروپا کې کم کړي او د روسیې د دريځ د پياوړتيا زمينه برابره کړي.

کورټيز زياته کړه چې ټرمپ غواړي پر لوېديځ نيمه‌کره او لاتيني امريکا زيات نفوذ ولري، او دا تګلاره يې د امريکا د دموکراتيک روحیې پر خلاف وبلله. د هغې په وينا، د امريکا وګړي نه غواړي چې له قانون‌محور نظام څخه واټن واخلي او نه هم غواړي خپله ژمنه له دموکراسۍ سره پرېږدي.

په ورته مهال، مت ويتاکر، چې د امريکا سفير په ناټو کې دی، د دې پوښتنې له مستقيم ځواب څخه ډډه وکړه چې آيا د اسراییلو د پوځي ملاتړ په کچه کې بدلون راتلای شي که نه، خو وويل يې چې اسراییل د متحده ایالاتو له تر ټولو نږدې متحدانو څخه شمېرل کېږي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button