مهم خبرونهنړیوال

د امریکا کانګرس غړی: د ونزوېلا په اړه د سپینې ماڼۍ هدفونه روښانه نه دي

د امریکا د کانګرس یو غړی وايي چې سپینې ماڼۍ تر اوسه پورې د ونزوېلا په اړه خپل هدفونه او دریځ په واضحه توګه له کانګرس سره شریک کړي نه دي؛ هغه موضوع چې د امریکا په قانون جوړونکو کې اندېښنې راپارولې دي.

مایک ټرنر، چې د امریکا د استازو مجلس د استخباراتي کمیټې پخوانی مشر دی، د «اې بي سي» له شبکې سره په یوې مرکې کې ویلي چې د دونالد ټرمپ اداره د ونزوېلا په اړه له کانګرس سره لازم مشورې او همغږي نه ده کړې. د هغه په وینا، دا ناپوهۍ سبب شوې چې کانګرس د سپینې ماڼۍ له واقعي هدفونو خبر نه شي.

ټرنر ټینګار وکړ چې د امریکا ولسمشر په دې برخه کې شفاف عمل نه دی کړی او له کانګرس سره اغېزمنه اړیکه نه ده رامنځته شوې. نوموړي زیاته کړه چې حکومت باید د ونزوېلا پر ضد د فشار اچونې تاکتیکونه، په ځانګړي ډول د اقتصاد او امنیت په برخو کې، نمایندګانو ته توضیح کړي؛ خو تر اوسه دا ډول اقدام نه دی شوی.

دغه کانګرس غړی دا هم وویل چې د ټرمپ حکومت هدف له دې څخه چې د ونزوېلا یوه نفت‌لړونکي بېړۍ یې ونیوله، د ونزوېلا پر حکومت اقتصادي فشار واردول و. په همدې حال کې، د امریکا پوځي اقداماتو په کارابین سمندر کې د بشري حقوقو له ادارو منفي غبرګونونه راپارولي، او یو شمېر دغو ډلو دا اقدامات «بې محاکمې اعدام» بللي دي.

همداراز، د بېلابېلو هېوادونو یو شمېر سیاسي څېرو او چارواکو د ونزوېلا د نفت‌لړونکي بېړۍ نیول له نړېوالو منل شویو چوکاټونو بهر عمل بللی او هغه ته یې «سمندري غلا» ویلي دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button