د امريکا د کانګرس غړي د افغان کډوالو د اسنادو د بيا ارزونې غوښتنه کړې

د امريکا د کانګرس غړی، تام تیفني، له دې هېواد له رسنيو سره په خبرو کې غوښتي چې په امريکا کې د میشتو ټولو افغان کډوالو اسناد او قانوني وضعیت باید بیا وکتل شي. دا څرګندونې له هغه امنیتي پېښې وروسته مطرح شوې چې د امریکا د سياسي حلقو اندېښنې یې راپارولي دي.
رسنیزو سرچینو پر بنسټ، تیفني دغه غوښتنه وروسته له هغې وکړه چې یوه حمله د افغان کډوال، رحمنالله لکڼوال، پورې اړوند وبلل شوه؛ یاده حمله د دې لامل شوه چې يو د امريکا د ملي ګارد سرتېری ووژل شي او بل تن ټپي شي. دغه پېښه د دې لامل شوې چې ځينې سياستوال پر مهاجرتي څار زيات ټینګار وکړي.
خو په مقابل کې، یو شمېر حقوقي او ټولنیز متخصصانو په امریکا کې خبرداری ورکړی چې د يوه کس جرم پر لويه مهاجره ټولنه نه شي عامېدای، ځکه چې دا چار د امریکا د اساسي قانون له اصولو سره په ټکر کې دی. د دوی په وینا، جزايي مسؤلیت انفرادي بڼه لري او نه باید د ټولې کډوالې ټولنې پر وړاندې چلند وشي.
دا بحث داسې مهال روان دی چې د تېرو څو کلونو د سیاسي بدلونونو له امله زرګونه افغان وګړي امریکا ته کډه شوي، او د دوی په اړه هر ډول پرېکړه به پراخې حقوقي او بشري پایلې ولري.




