د مهاجرینو خبرونهمهم خبرونه

د امریکا له لوري د نامسجلو مهاجرو د رضاکارانه وتلو لپاره د ۳ زره ډالرو مرسته

د امریکا د کورني امنیت وزارت وایي، تر د روان میلادي کال تر پایه به هر هغه مهاجر چې بې له اسنادو په دغه هېواد کې اوسېږي او داوطلبانه د امریکا پرېښودو پرېکړه وکړي، درې زره ډالر نغدې پیسې او وړیا الوتنه خپلو هېوادونو ته ورکړل شي. دا پروګرام د «سي‌بي‌پي هوم» اپلېکېشن له لارې عملي کېږي او موخه یې د داوطلبانه وتلو بهیر چټکول دي.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، هغه کسان چې په غیرقانوني توګه په امریکا کې پاتې دي، که د همدې اپلېکېشن له لارې د رضاکارانه وتلو لپاره نوم‌لیکنه وکړي، نه‌ یوازې د نغدو مرستو مستحق ګرځي، بلکې د هېواد نه پرېښودو له امله له اداري جریمو او نورو مدني مجازاتو هم معاف کېږي.

د امریکا د کورني امنیت وزیره، کریستی نوئم، ویلي چې د ۲۰۲۵ د جنورۍ میاشتې راهیسې تر اوسه شاوخوا ۱.۹ میلیونه بې‌سند مهاجر داوطلبانه امریکا پرېښېده او لسګونه زره نورو له «سي‌بي‌پي هوم» پروګرام څخه ګټه اخیستې ده. د هغې په وینا، دا مالي مرسته د کرسمس په موسم کې لنډ مهال زیاتوالی موندلی او یوازې د کال تر پایه د ترلاسه کولو وړ ده.

دا بدلونونه په داسې حال کې رامنځته کېږي چې د امریکا اوسني ولسمشر، ډونالډ ټرمپ، له جنورۍ په ۲۰ د روان کال کې سپینې ماڼۍ ته له ستنېدو وروسته، د مهاجرو پر وړاندې خپلې سختې تګلارې نورې هم پیاوړې کړې. د دې سیاستونو له امله ګڼ شمېر مهاجرتي پروګرامونه، په ځانګړي ډول د افغانستان له اتباعو سره تړلي، درول شوي دي.

په همدې وخت کې رسنیو راپور ورکړی چې د امریکا قونسلګریو ته د افغانستاني وګړو لپاره د ویزو د صادرېدو د بندېدو امر استول شوی دی. له بلې خوا، د کورني امنیت وزارت او د مهاجرت اداره له کال راهیسې په بېلابېلو ایالتونو کې سلګونه مهاجر نیولي او د ساتنې مرکزونو ته انتقال کړي دي؛ هغه اقدامات چې د مهاجرینو، په ځانګړي ډول د افغانانو، ترمنځ یې ژورې اندېښنې راپارولې دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button