د SIV وېزې لرونکو افغانانو ته امریکا ته د داخلېدو اجازه لغوه شوه

د افغانایواک سازمان مشر ویلي چې د امریکا دولت له افغانو وګړو څخه چې ځانګړې مهاجرتي وېزه (SIV) لري د دې هېواد ته د داخلېدو اجازه بنده کړې ده؛ یوه پرېکړه چې د دې پروګرام د متقاضیانو تر منځ نوې اندېښنې راولاړې کړې دي.
شان واندایور، د یادې ادارې مشر، د دې پرېکړې له پایلو سره اندېښنه ښودلې او ویلي يې دي چې دا پرېکړه باید ژر تر ژره بیا وکتل شي او لغوه شي. نوموړي ویلي چې د SIV وېزې درلودونکي له ډېر سخت امنیتي ارزونې وروسته د سفر اجازه تر لاسه کوي.
د هغه په خبره، دغو افغانانو له کلونو راهیسې له امریکايي ادارو سره همکاري کړې او د رسمي معیارونو له مخې امریکا ته د انتقال او ملاتړ وړ اشخاص بلل کېږي.
افغانایواک ټینګار کړی چې د دغه وضعیت دوام کولای شي د زرګونو کورنیو ژوند له نامعلوم برخلیک سره مخ کړي، او دا ستونزه باید د امریکا د مسئولینو له خوا سمدستي حل شي.




