مهم خبرونهنړیوال

د تدمر برید وروسته د سوریې کې د امریکا پوځي اډې لوړ تیارسۍ ته داخلې شوې

د سوریې ځایي سرچینو خبر ورکړی چې د ننه ورځې د تدمر په ښار کې له یوه برید وروسته، په دې هېواد کې مېشت امریکایي ځواکونه لوړې تیارسۍ ته داخل شوي او د هغوی په پوځي اډو کې امنیتي تدابیر زیات شوي دي.

یادې سرچینې وایي چې د امریکا پوځي اډې د الحسکه او دیرالزور په ګډون په یو شمېر سیمو کې په شدید حالت تیارسۍ کې دي او په دغو سیمو کې پوځي خوځښتونه او امنیتي کنترولونه په ښکاره سخت شوي دي.

سرچینو زیاته کړې چې امریکایي ځواکونه اندېښنه لري چې د تدمر برید کېدای شي د هغوی پر حضور د نویو بریدونو یو پیل وي. د راپورونو له مخې، بریدکوونکی هغه کس و چې د جولاني په مشرۍ د یوې ډلې سره تړاو درلود او مخکې یې د نوموړي ډلې امنیتي جوړښتونو ته نفوذ کړی و.

د وال‌ستریت ژورنال ورځپاڼې د یوه امریکایي افسر له قوله لیکلي چې برید هغه مهال وشو چې د تدمر په ښار کې د یوه امریکایي افسر او د سوریې د کورنیو چارو وزارت د یوه مامور ترمنځ غونډه روانه وه. د سرچینې په وینا، یوه وسله وال کس له کړکۍ څرګند شوی، ډزې یې کړې، چې د حاضر ځواکونو له غبرګون وروسته وژل شوی دی.

د راپور له مخې، په دې پېښه کې یو شمېر امریکایي عسکر وژل شوي او ټپیان دي، خو د وژل شویو او ټپیانو کره شمېر نه‌دی خپور شوی.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button