په کاراکاس کې د ونزوئلا مهمې نظامي او دولتي مرکزونه د امريکا د بریدونو هدف ګرځېدلي

په دوامداره راپورونو کې چې د امريکا د متحده ایالاتو له لوري د ونزوئلا پر ضد د پوځي بريدونو په اړه خپرېږي، خبري سرچينې وايي چې د دې هېواد په پلازمېنه کاراکاس کې څو مهم مرکزونه هدف ګرځېدلي دي. د دغو سرچينو د مالوماتو له مخې، د ولسمشرۍ ماڼۍ، څو پوځي اډې، یو هوايي ډګر او همدارنګه په لاګوایرا سیمه کې پوځي تاسیسات د بریدونو لاندې راغلي دي.
رسانو راپور ورکړی چې د دې بريدونو له پيل سره سم، د کاراکاس په بېلابېلو سيمو کې د پرلهپسې چاودنو غږونه اورېدل شوي او له يو شمېر سيمو لوګی پورته شوی دی. دا پېښې څو ساعته وروسته له هغه راپور شوي چې د امريکا د نظامي عملیاتو د پيل لومړنی خبر خپور شو.
د المیادین ټلوېزیوني شبکې خبريال ويلي، چې يو له دغو بریدونو څخه د «هګروتي» هوايي ډګر په نښه کړی، چې د ونزوئلا په شمال کې د میراندا ایالت د اسان سيمې ته نږدې موقعيت لري. دا هوايي ډګر د پلازمېنې ته نږدې د مهمو هوايي ترانسپورتي مرکزونو له ډلې شمېرل کېږي.
د ونزوئلا د رسنيو د راپورونو له مخې، د لاګوایرا سمندري اډه د هغې له اصلي مخابراتي برجه سره، د لاکارلوټا پوځي اډه او د تیونا نظامي مرکز هم د دغو بریدونو په هدفونو کې شامل وو. تر د دې راپور د خپرېدو د وخت پورې، د ونزوئلا رسمي چارواکو د احتمالي تلفاتو یا زیانونو په اړه نور جزئیات ندي ورکړي.




